د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریچرډ بېنېټ: له ښځو سره د طالبانو د حکومت چلند په بشري جنايت کې حسابېدای شي


افغان ښځو د خپلو حقونو لپاره په افغانستان کې دننه او بهر ګڼې مظاهرې کړې دي.
افغان ښځو د خپلو حقونو لپاره په افغانستان کې دننه او بهر ګڼې مظاهرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په جينيوا کې د افغانستان په اړه يوه غونډې ته ويلي چې په دغه هېواد کې له ښځو سره د طالبانو د حکومت چلند، په بشري جنايت کې حسابېدلای شي.

ریچرډ بېنېټ د جون پر ۱۹مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته د خپل راپور وړاندې کولو په وخت زیاته کړه چې په افغانستان کې د افغان ښځو لپاره شرایط ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه د طالبانو لخوا له غيرسرکاري ادارو سره د افغان ښځو د کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بنديزونه یاد کړل او وي ويل چې دا يو بشري جنایت دی.

په دې غونډه کې ګڼو افغان ښځو هم ګډون کړی وو. هغوی پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو له حکومت سره هېڅ نرمي ونه ښيي او په رسميت دې نه پېژني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومن نیولی. له هغه وروسته یې پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي.

افغان ښځو د خپلو حقونو لپاره په افغانستان کې دننه او بهر ګڼې مظاهرې کړې دي. طالبانو د افغان ښځو غوښتنې او د نړيوالو فشارونه رد کړي او وايي دا یې داخلي مسله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG