د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډنمارک وايي د سفارتونو مخې ته د قران سوځولو مخنیوي لارې چارې لټوي


د جولای پر ۲۰مه د قران سوځونې پر ضد د مظاهرې پر مهال په بغداد کې مظاهرچیان د سویډن سفارت پر دېوال ورخېژي.
د جولای پر ۲۰مه د قران سوځونې پر ضد د مظاهرې پر مهال په بغداد کې مظاهرچیان د سویډن سفارت پر دېوال ورخېژي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکي راسموسېن وایي، حکومت یې د داسې "قانوني وسیلې" موندلو هڅه کوي چې چارواکو ته دا وړتیا ورکړي چې په هغه هېواد کې د سفارتونو مخې ته د قران کریم د نسخو د سوځولو مخه ونیولای شي.

راسموسېن د جولای پر ۳۰مه وویل چې د مذهبي کتابونو سوځول بې احترامي ده او بې پرواه عمل دی چې یوازې یوشمېر کسان یې کوي.

هغه زیاته کړه، هغه یوشمېر کسان د هغو ارزښتونو استازیتوب نه کوي چې پر اساس یې ډنمارکۍ ټولنه جوړه ده.

په سویډن، ډنمارک او ناروې کې د قران سوځولو اجازه شته ده ځکه چې په هغو هېوادونو کې قانون د بیان د ازادۍ د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

په ډنمارک کې سږکال په جولای او تر دې شاوخوا یوه میاشت مخکې د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په ډېریو اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG