د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار وایي د زرعت او اباد کارۍ په برخو کې نوي ټیکسونه نه لګوي


د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار ـ پخوانی انځور.
د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار قامي اسمبلۍ ته ویلي چې د هغه هېواد د کرکیلې او ابادکارۍ په برخو کې نوي ټیکسونه نه لګوي.

ډار دا خبرې پرون(د جولای پر ۲۱مه) تر هغو رپوټونو وروسته وکړې چې پکې ویل شوي دي چې د پاکستان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د تړون له مخې، د زارعت او ابادکارۍ په برخو کې نوي ټیکسونه لګوي.

د جولای پر ۱۲مه د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د درې اربه (مېلیارده) امريکايي ډالرو د پور ورکول منظور کړي.

پاکستان سږکال د جون پر نهمه د ۲۰۲۳ - ۲۰۲۴ز مالي کال لپاره بجټ منظور کړ. د ډار په خبره په هغې بجټ کې هم حکومت کوم نوی ټیکس نه دی لګولی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په وار وار د ای اېم اېف له مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG