د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي سږنۍ جولای ښايي د تودوخې د لوړې درجې پخوانی رېکارډ مات کړي


ساینسپوهانو هم ویلي چې سږنۍ جولای په نړۍ تر ټولو ګرمه میاشت ده ـ پخوانی انځور.
ساینسپوهانو هم ویلي چې سږنۍ جولای په نړۍ تر ټولو ګرمه میاشت ده ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د ۲۰۲۳ز کال د جولای میاشت ښايي د تودوخې د زیاتې درجې پخواني رېکارډونه مات کړي.

ګوتېرېش دا خبره د جولای پر ۲۷مه تر هغې وروسته وکړه چې ساینسپوهانو وویل، سږنۍ جولای یې په نړۍ کې د تر ټولو تودې میاشتې په توګه ثبت کړې ده.

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (WMO) او د اروپایي ټولنې د اقلیمي بدلون چارو ادارې هم وویل چې "ډېر امکان شته" د ۲۰۲۳ز کال جولای کې تر بل هر وخت زیاته ګرمه میاشت وګرځي.

ګوتېرېش په نیویارک کې وویل چې باید پر دې موضوع د پوهېدو په خاطر د میاشتې تر پای انتظار و نه شي.

تر دې وړاندې د جولای پر ۱۶مه د موسمي چارو وهانو خبرداری ورکړی وو چې په راتلونکو ورځو کې د اروپا په جنوبي برخو کې د تودوخې درجه تر رېکارډ سطحې لوړه شي.

په اروپا کې تر ټولو زیاته ګرمي په ۲۰۲۱ز کال کې د اېټالیې په سېسلي سيمه کې ثبت شوې وه چې پکې د تودوخې درجه ۴۸.۸ سینټيګرېډ ته رسېدلې وه.

په جولای کې د اروپا په یوشمېر هېوادونو کې د سختې ګرمۍ له کبله په ځنګلونو کې اور ولګېد. په یونان، اېټالیا، کروېشیا او پرتګال کې ګڼ کسان په وروستیو ورځو کې د اور په وژلو بوخت ول او له ځینو کلیو څخه یې خلک هم خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

دا راز پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی.

سږکال په هغو هېوادونو کې تر سختې ګرمۍ وروسته بارانونو او سېلابونو مرګژوبله واړوله او کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG