د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوې جوړه شوې "ناټو ـ اوکراین شورا" د تور سمندرګي پر امنیت خبرې کوي


 په ناټو اېتلاف ​​​​​​​کې د اوکراین د غړیتوب په اړه تر اوسه کومه واضحه لاره نه ده ټاکل شوې ـ پخوانی انځور
په ناټو اېتلاف ​​​​​​​کې د اوکراین د غړیتوب په اړه تر اوسه کومه واضحه لاره نه ده ټاکل شوې ـ پخوانی انځور

نن د جولای پر ۲۶مه په برسلز کې د نوې جوړې شوې ناټو ـ اوکراین د شورا د پرانیستې په غونډه کې د تور سمندرګي پر امنیت خبرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په خارکیف سیمه کې د روسيو او او اوکراینیو عسکرو ترمینځ جګړه سخته شوې ده. په دغه سیمه روسيو عسکرو حملې زیاتې کړې دي.

د برسلز په غونډه کې د ناټو هېوادونو سفارتکاران ګډون لري.

په غونډه کې د تور سمندرګي له لارې د اوکراینۍ غلې د لېږد پر هغه تړون هم خبرې کېږي چې روسیې یې له غځولو انکار کړی دی. مسکو په وروستیو کې د اوډیسا پر بندر او ډینیوب سیمه کې د اوکراین د غلې د لېږلو پر نظام حملې زیاتې کړې دي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر وولودمیر زېلېسنکي ویلي د نن ورځې د ناټو او اوکراین د شورا له غونډې وړاندې یې د تور سمندرګي او د خپلو بندرونو پر امنیت او د غلې پر لېږد خبرې کړي دي.

د ناټو ـ اوکراین شورا په داسې حال کې جوړېږي چې په ناټو اېتلاف کې د اوکراین د غړیتوب په اړه تر اوسه کومه واضحه لاره نه ده ټاکل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG