د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره ګوري


ټاکل شوې چې دواړه مشران د اوکراین پر جګړې او له هغه هېواد سره پر مرستو وغږېږي - پخوانی انځور.
ټاکل شوې چې دواړه مشران د اوکراین پر جګړې او له هغه هېواد سره پر مرستو وغږېږي - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په لېتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې پر وروستۍ ورځ له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره وویني.

دا په داسې حال کې ده چې په سرمشریزه کې په ناټو اېتلاف کې د اوکراین د غړیتوب په اړه تر اوسه کومه واضحه لاره نه ده ټاکل شوې.

په عین حال کې غربي ځواکمن هېوادونه له اوکراین سره د امنیت په برخه کې د مرستې د اعلان تیاری کوي.

زېلېنسکي چې په هغه پوځي اتحاد کې یې د اوکراین د شاملولو په اړه د ناټو د ژمنتیا پر نه شتوالي نهیلي ښوولې، د جولای پر ۱۲مه د برتانیې له وزیراعظم رېشي سونک او د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ په ګډون د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره جدا جدا ملاقانونه کوي.

سونک د جولای پر۱۱مه وويل چې ټاکل شوې د لوی اقتصاد لرونکو اووه هېوادونو ټولنه (جي اووه) یوه موافقه لاسلیک کړي چې له مخې به یې اوکراين ته اوږدمهاله امنيتي ضمانتونه ورکړي او د جي اووه له غړو هېوادونو سره به د دوه اړخيزو دفاعي معاهدو ته لاره برابر کړي.

د جې اووه ټولنې موافقه تر هغې وروسته کېږي چې ناټو د جولای پر ۱۱مه په یوه بیان کې وویل چې په داسې حال کې چې د اوکراین راتلونکې په ناټو کې دی، هغه اېتلاف به یوازې په هغه صورت کې کییف ته د شمولیت بلنه ورکړي چې "غړي هېوادونه موافقه وکړي او ټول شرطونه پوره شي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG