د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحاديې خپل هړتال ختم کړی دی


د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحاديي له سیند حکومت سره د کاميابو مذاکراتو وروسته خپل هړتال ختم کړ.

د جنورۍ پر ۱۳مه د سیند ټرانسپورټ وزير اويس قادر شاه د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحاديي له مشرانو سره ګدې خبري غونډې ته وويل ټرانسپورټران چې د کومو مشکلاتو لوجې پر هړتال ول نو حکومت يې په هغو کې ځينې په فوري توګه حل کړې او پر پاتو هغو هم کار روان دی.

بلخوا د ټرانسپورټرانو د اتحاديې يو مشر شاه بهرام د سند حکومت سره شوو مذاکراتو په هکله مشال راډيو ته وويل د حکومت پر وړاندې يې خپلې لس غوښتنې ايښودې وې چې پکې د نورو ترڅنګ د ګاډي چلولو اجازتنامه (ډرایونګ لايسنس)، د زياتو جرمانو او قانون مطابق د وزن بارولو غوښتنې شاملې وي.

د نوموړي وينا وه: ''حکومت موږ ته باور راکړی چې په مياشت کې دننه به يې پر ټولو غوښتنو لاسپوري کړي. زموږ ترټولو لومړۍ غوښتنه دا وه چې په ټرکونو کې دې د قانون مطابق وزن اچول کېږي، دوهمه غوښتنه زموږ د ګاډی چلولو اجازتنامه (ډريونګ لايسنس) وه يانې چې کوم ډريوران غټ ګاډي چلوي نو هغوي ته دې د غټو ګاډو د چلولو لاينس ورکړل شي نو موږ ته يې باور راکړو چې موټروې پوليس به د ټېسټ اخيستو وروسته ټولو ته د ډرايورۍ لايسنسونه ورکوي. له دې علاوه په کراچۍ کې چې د ټرکونو د درولو (پارکولو) ستونزه وه نو هغه يې هم حل کړه او په پورټ قاسم کې موږ ته ځای راکړل شو، دا شان حکومت چې په جرمانو کې اضافه کړې وه ياني ۱۰۰۰ روپو جرمانه يې لس زره ته رسولې وه نو هغه يې هم بیرته راکمه کړه.''

د يادونې وه چې د پاکستان ټرانسپورټرانو اتحاديه له تېرو اتوو ورځو نه په احتجاج وه او د سیند حکومت لخوا يې غوښتنې منلو وروسته ټرانسپورټرانو په ملک دننه د تجارتي سامان يوه بل ځای ته وړل شورو کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG