د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پرویز خټک په مشرۍ کې د یوه نوي سیاسي ګوند بنسټ کېښودل شو


پرویز خټک خټک په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان د تحريک انصاف تر ټولو پياوړی غږ بلل کېده: انځور له ارشیفه
پرویز خټک خټک په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان د تحريک انصاف تر ټولو پياوړی غږ بلل کېده: انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د سیاست يوې پېژندلې څهرې، پرويز خټک د "پاکستان تحريک انصاف پارلېمنټيرينز" په نوم د يوه نوي ګوند جوړولو اعلان کړی دی.

نوموړي د جولای ۱۷مې پر ماخوستن په پېښور کې له يوې غونډې وروسته په يوه ويډيويي بيان کې وويل چې ژر به د خپل ګوند منشور او بېرغ مخ ته راوړي.

نوموړي وویل:

"موږ په خپلو کې تر سلا مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې د راتلونکي لپاره يو سياسي لايحه عمل جوړ کړو. زموږ متفقه فيصله ده چې د يوه نوي ګوند پاکستان تحريک انصاف پارلېمنټيرينز بنسټ کېږدو."

په دې ویډیويي بیان کې پخوانی وزیراعلی محمود خان هم د پرویز خټک سره په خوا کې ولاړ لیدل کېږي.

د پاکستان تحریک انصاف پارلېمنټيرينز په نوم د یوه نوي ګوند د اعلان په اړه د پېښور له خبریالانو سره یوه اعلامیه هم شریکه کړل شوې ده چې پکې دعوه شوې چې له پرویر خټک سره په دې نوي ګوند کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لسګونو هغه مشران شامل دي چې د قامي یا صوبایي اسمبلیو پخواني غړي پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مې مياشتې پر نهمه د پخواني وزيراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې تر پرتشدده مظاهرو وروسته د تحريک انصاف سلګونه پلویان ګرفتاره شول او لسګونه مخکښانو يې د دې ګوند د پرېښودو اعلانونه وکړل.

د چارو ځينې شنونکي وایي، د پاکستان پوځي ايسټيبلېشمنټ غواړي چې د پرويز خټک د نوې پارټۍ په وسیله په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف د سياست بشپړه خاتمه وکړي.

خبریال او شنونکي شمیم شاهد د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل:

" نن خو دا خبره بلکل واضحه شوه چې پرویز خټک چا دې میدان ته راوستو او د ده په شا څوک ولاړ دي؟ دا پارټي په ښکاره توګه د اېم ای یا اېس ای لخوا جوړه شوې او مقصد یې هم دا دی چې عمران خان ته لومړی په خیبر پښتونخوا او بیا وروسته په نور پاکستان کې مشکلات جوړ کړل شي."

خبریا او شنوکی لحاظ علي بیا وايي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند هماغه ډول په څو برخو وېشل کېږي لکه په ۲۰۰۲ږ کال کې چې د پاکستان پیپلز پارټي وېشل شوې وه. نوموړی وايي، هغه ګمان نه کوي چې د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف ګوند به په راتلونکیو ټولټاکنو کې څرګند اکثریت ترلاسه کړل شي نو د هغې خلا د ډکولو لپاره پرویز خټک د نوي پارټۍ اعلان کړی دی.

بلخوا د خيبر پښتونخوا لپاره د پاکستان تحريک انصاف مشر علي امين ګنډاپور د جولای پر ۱۷مه د دې ګوند پر ټوېټر پاڼه په يوه بيان کې ويلي چې پرويز خټک او ملګرو يې له عمران خانه د ليرې کېدو په صورت کې خپل سياسي ارزښت له لاسه ورکړی دی.

نوموړي پر ټویټر په یو بیان کې ویلي:

" د پرویز خټک په مشرۍ دا راټول شوي ټول پخواني پارلیمینټېرینز د پاکستان تحریک انصاف او عمران خان په وجه پارلیماني غړي منتخب شوي ول او د عمران خان نه بغیر د دوی هیڅ حیثیت نشته."

پرویز خټک په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان د تحريک انصاف تر ټولو پياوړی غږ بلل کېده او د ياد ګوند لخوا د دې صوبې اعلا وزير هم پاتې شوی.

XS
SM
MD
LG