د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو فعالان وايي ايران په کردستان کې په لسګونو مظاهره چيان وژلي


د ايران په کردستان کې د سقیز سیمې د خلکو مظاهره (انځور له ارشيفه)
د ايران په کردستان کې د سقیز سیمې د خلکو مظاهره (انځور له ارشيفه)

د بشري حقونو سرچینې وايي د ایران امنيتي ځواکونو په تیرو څو اونیو کې د هیواد کردستان سیمه کې په لسګونو کسان وژلي دي.

کردستان د ایران د حکومت پر ضد د هغه مظاهرو مرکز ګرځیدلی دی چې د تیرو څو میاشتو راهیسې د پولیسو په تحویل کې د مهسا اميني په نوم یوې جلۍ تر مرګ وروسته راپاريدلې دي.

د هینګاو، په نامه یوې ناروې میشتې ډلې ، چې د ایران په کرد سیمو کې د حقونو سرغړونې څاري، په یو راپور کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د نومبر د ۱۵ مې او ۲۱ مې تر مینځ په مظاهره چیانو په ډزو کې لږترلږه ۴۲ کردان وژلي دي.

په فرانس کې میشت د کردستان د بشري حقونو شبکې په یوه راپور کې لیکلي چې حکومتي ځواکونو د نومبر له ۱۹مې نیټې څخه تر ۲۱مې نیټې پورې په دریو ورځو کې د جاونرود، پیرانشهر ، سننداج، دهګولان او بوکان په ښارونو کې لږ تر لږه ۱۴ کرد وګړي وژلي دي.

فعالان وايي چې تاوتریخوالی د چارواکو له خوا یوه هڅه ده چې د مظاهره چیانو په منځ کې ویره رامینځته کړي او په ټول هیواد کې د هغه لاریونونو مخه ونیسي چې د سیپتمبر په ۱۶ مه د پولیسو په تحویل کې د مهسا امیني له مړینې وروسته راپایدلې دي.

مهسا امیني پولیسو د حجاب نه مراعتولو په تور نيولې وه. هغوی وايي نوموړې د زړه درېدو له امله مړه شوې خو فعالان وايي چې پولیسو هغه شکنجه کړې ده. نوموړې په قام کرده وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG