د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ خبریال تر تښتول کېدو ۲۴ ساعته وروسته کور ته رسېدلی دی


د جون پر شپږمه په کراچۍ کې د خبریالانو ټولنې د زبیر انجم د خلاصولو لپاره مظاهره وکړه.
د جون پر شپږمه په کراچۍ کې د خبریالانو ټولنې د زبیر انجم د خلاصولو لپاره مظاهره وکړه.

په کراچۍ کې ''تښتول شوی'' خبریال زبیر انجم څه باندې ۲۴ ساعته وروسته خوشې شوی دی.

د زبیر انجم ورور وجاهت انجم د جون پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې نوموړی سهار شاوخوا درې بجې په کراچۍ کې خپل کور ته ورسېد.

ده البته دا و نه ویل چې ورور یې چا او ولې تښتولی وو.

وجاهت انجم د جون پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې ورور یې د جون پر شپږمه شپې یوه بجه "نامعلومه کسانو" د پولیسو په ګاډو کې په زور له ځان سره یووړ.

د کراچۍ پولیسو لا دا نه دي ویلي چې انجم چا او څنګه د پولیسو په ګاډي کې تښتولی وو.

د انجم د خوشې کولو لپاره د جون پر شپږمه په کراچۍ کې خبریالانو او مدني فعالانو مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې هغه دې سمدستي خوشې کړي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم خبریالان او فعالان تښتول شوي چې ځینې وروسته خوشې شوي او ځینې لا هم ورک دي.

د جون پر لومړۍ نېټه ناڅرګنده کسانو د کراچۍ له ډېفېنس سیمې څخه د بشري حقونو فعال او وکیل جبران ناصر له ځان سره بېولی وو چې یو ورځ وروسته یې پرېښود.

هغه د جون پر دویمه تر خوشې کېدو وروسته وویل چې په پاکستان کې "لادرکه کېدل نوې خبره نه ده" البته دا یې و نه ویل چې چا او ولې یې تښتولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG