د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې له ترکیې څخه د اوکراینيو قومندانان پر خوشي‌ کېدو توند غبرګون ښودلی


اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جولايي پر اتمه له ترکیې څخه د ستنېدو پرمهال له قومندانانو او چارواکو سره په الوتکه کې لیدل کېږي.
اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جولايي پر اتمه له ترکیې څخه د ستنېدو پرمهال له قومندانانو او چارواکو سره په الوتکه کې لیدل کېږي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې له ترکیې څخه یې له ځان سره هغه پینځه قومندانان هېواد ته رسولي دي چې د ده په وینا، روسیې تېر کال په ماریوپول ښار کې د ظالمانه جګړو پر مهال نیولي ول.

پر اوکراین د روسیې د یرغل په لومړیو میاشتو کې په هغه ښار کې پراخې نښتې وشوې او بیا اوکرایني سرتېري او قومندانان یې تر اوږدې مودې د ازوفستال د فولادو په کارخانه کې بند پاتې ول.

کرېملېن د زېلېنسکي پروني اقدام ته تند غبرګون ښوولی دی او ویلي یې دي چې روسیې ته د قومندانانو د خوشې کولو اطلاع نه وه ورکړل شوې.

ار ای اې اژانس بېګا د کرېملېن د ویاند دېمېتري پېسکوف له خولې وویل چې هېواد ته د قومندانانو ستنېدل د اوکراین او ترکیې حکومتونو ترمینځ د اوسنیو موافقو د شرایطو مستقیمه سرغړونه ده.

کییف د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې اعلان وکړ چې د لسګونه روسیو بندیانو او یوه روسي پلوي سیاستوال په بدل کې یې ۲۱۵ سرتېري خوشې شوي دي.

ولسمشر زېلېنسکي هغه مهال ویلي ول چې د موافقې له مخې او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په همکارۍ به پینځه واړه قومندانان د جګړې تر پای پورې په ((بشپړ امنیت او هوسا شرایطو)) کې په ترکیه کې پاتې کېږي.

البته نوموړي د جولايي پر اتمه کییف ته د ستنېدو پر مهال په سمدستي ډول دا سپیناوی و نه کړ چې هغو قومندانانو ته په دې وخت کې هېواد ته د ستنېدو اجازه ولې ورکړل شوې ده.

تېر کال په مې میاشت کې د ماریوپول ښار او د ازوفستال کارخانې اوږده محاصره پای ته ورسېده. د جګړو له کبله هغه ښار په بشپړه توګه وران شو او بیا ۲،۵۰۰ اوکرایني سرتېري روسیو ځواکونو ته تسلیم شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG