د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دفاع وزیر ويلي ټولنيزې رسنۍ بايد منظمه کړل شي


د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف. پخوانی انځور
د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف. پخوانی انځور

خواجه اصف د پاکستان شخصي ټېلېويژن جيو نیوز ته د جون پر ۲۷مه وويل چې په "پرمختلليو هېوادونو کې هم ټولنيزې رسنۍ تنظېمول کيږي."

د پاکستان دفاع وزير وايي دعوه کړې چې په پاکستان کې ټولنيزې رسنۍ "د ریاست ضد بغاوت" لپاره کارول کېږي نو باید په دې اساس منظمه کړل شي.

خواجه اصف د پاکستان شخصي ټېلېويژن جيو نیوز ته د جون پر ۲۷مه وويل چې په "پرمختلليو هېوادونو کې هم ټولنيزې رسنۍ تنظېمول کيږي."

نوموړی وويل، د ټولنيزو رسنیو د منظمولو کار په پاکستان کې کار هم ضروري دی.

خواجه اصف زیاته کړه:"د بغاوت لپاره ټولنيزې رسنۍ استعمالېږي. د مې پر نهمه د تشدد خاکه د ټولنيزو رسنيو له لارې جوړه کړل شوې وه."

البته نوموړي په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ. د مې نهمه هغه ورځ ده چې کله د تحریک انصاف مشر عمران خان نيول شوی وو.

د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرل احمد شريف چودري د جون پر ۲۶مه په راولپنډۍ کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د مې نهمې او لسمې د پېښو په اړه پوځ د خود احتسابۍ عمل بشپړ کړی دی او په دې لړ کې يې د يوه لېفټينېڼت جنرل په ګډون درې افسران له نوکريو لري کړي او د درې مېجر جنرالانو او اوو برېګيډيرانو په ګډون يې د ۱۵ نورو افسرانو پرضد کاروايي بشپړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په پوځي عدالتونو کې په دې پېښو کې د لاسلرلو په تور د ۱۰۲ کسانو پرضد مقدمې روانې دي او په خبره يې د پاکستان د ایین او قانون له مخې به سزاګانې ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت د دې پېښو تور د تحریک انصاف پر مشر پورې کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي ول چې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان هم په پوځي عدالت کې مقدمه چلوي.

رانا ثنا الله د مې پر ۳۰مه د پاکستان له ډان ټېلېوېژن سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې پر پوځي تاسيساتو "د بريدونو د پلان جوړولو او پر هغه د عمل کولو" مقدمه د پوځي عدالت کار دی.

خو عمران خان دا تورونه ردوي. هغه د مې پر ۲۹مه په يوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړی وو چې حکومت او ریاستي ادارې د ده د ګوند غړي ځوروي او په زور یې له ګونده پر وتلو مجبوروي. هغه زیاته کړه چې يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې دا خبره سپينه کړي چې د مظاهرو پر وخت په ويجاړي کې د چا لاس وو.

نوموړي زیاته کړې وه: "دا معلومه کړئ چې په دې بلوو کې څوک لاس لري؟ په نړۍ کې چې یوه پېښه وشي، ازادې پلټنې یې کېږي. حکومت خو نېغ په نېغه تور پورې کړی خو دا د عدلیې کار دی چې پلټنې وکړي."

XS
SM
MD
LG