د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په یونان کې د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته، د انساني قاچاق ضد قوانين سختوي


دا د یونان له خوا د هغې کښتۍ خپور شوی عکس دی چې د جون پر ۱۴مه ډوبه شوې وه.
دا د یونان له خوا د هغې کښتۍ خپور شوی عکس دی چې د جون پر ۱۴مه ډوبه شوې وه.

د پاکستان حکومت وايي په يونان کې د مړو شويو پاکستانيو کډوالو د جسدونو پېژندګلوي روانه ده او په ملک دننه د انسانانو په قاچاق کې لاس لرونکو ضد کاروايي‌کې ګڼ کسان نيول شوي دي.

د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د جون پر ۱۹مه، په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې په يونان کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د مړو شويو پاکستاني وګړيو تر پېژندګلوۍ وروسته به د هغوی جسدونه پاکستان ته وړل کېږي.

نوموړي وويل چې په دې اړه یې د يونان او اروپايي ټولنې چارواکو سره په دې اړه په رابطه کې دي چې د مړو پېژندګلوي وشي‌ او د جسدونو راوړل پيل شي.

بلاول بوټو زیاته کړه، "د حکومت اړونده ادارې د هغو کسانو په خلاف عمليات کوي چې خلک په غيرقانوني ډول بهرنيو هېوادونو ته لېږي. موږ د انساني قاچاق سختولو او مخنيوي لپاره قوانينو جوړولو او اصلاحاتو کولو ته تيار يو."

بل پلو د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنااالله وايي په جنوبي یونان کې د ډوبې شوې کښتۍ د پېښې په اړه تحقيقات به په يوه اونۍ کې مکمل کړل شي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي د جون په ۲۰ مه خبر ورکړی چې د کورنيو چارو وزير وايي په انساني قاچاق کې د ککړو کسانو پر ضد د قانوني کاروايي لپاره ځانګړې قانون سازي کوي.

رانا ثناالله وايي وفاقي تحقيقاتي ادارې اېف ای اې په ټول هېواد کې انساني قاچاق کوونکو پرضد کاروایانې پېل کړي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۱۴مه د يونان په پايلوس کې له کډوالو ډکه يوه کښتۍ ډوبه شوه.

رویټرز خبري اژانس ليکلي چې د کښتۍ اينجن خرابه شوې وه. د دې اژانس ترمخه، په کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ کسان سپاره وو چې ۱۰۴ یې ژغورل شوي او ۷۹ کسانو مړي راایستل شوي دي.

خو تر اوسه کومې رسمي سرچینې په کښتۍ کې د سپرو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی. د رسنيوو تر مخه، اکثره مړه شوي کډوال د پاکستان، شام او مصر وګړي دي.

په يونان کې د پاکستان سفارت د جون پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په ژغورل شويو کې ۱۲ پاکستانيان دي. خبرپاڼه لیکي چې که د چا د کورنۍ غړی په دې کښتۍ کې وي نو پر ورکړل شوي نمبر دې ټيليفون وکړي تر څو د وینې د نمونو او ډي اېن اې له لارې یې د خپلوانو د مړي پېژندګلوي وشي.

د دوی لخوا ورکړل شوی نمبر، ۰۳۰۰۲۱۳۱۳۸۶۰۰۰ دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جون پر ۱۸مه د یوې ورځې ملي ماتم او د پلټنو لپاره د څلور کسیزې کمېټې جوړولو اعلا کړی وو. خو د پاکستان بشري حقونو کمېشن د جون پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې حکومت باید د غيرقانوني کډوالۍ مسله سنجيده ونیسي.

د کمېشن مشرې حنا جيلاني پر حکومت غږ کړی چې په يونان کې په ډوبې شوې کښتۍ کې د مړو شويو پاکستانيانو او هغوی سره غيرقانوني تګ کې مرسته کوونکو په اړه دې پلټنې وشي.

دې کمېشن په خپله يوه خبرپاڼه کې د مړو شويو پاکستانيو کډوالو شمېر ۳۰۰ ياد کړی خو حکومتي چارواکو تر اوسه دا شمېره نه ده تاييد کړې.

جيلاني پر حکومت د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره د سختو قوانينو جوړولو او د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د وړتياوو په اړه د پلټنو غوښتنه هم کړې ده.

د تحقیقاتو وفاقي ادارې چارواکو ایسوسيټيډ پریس خبري اژانس ته ويلي‌چې تر اوسه یې په پاکستان کې ۱۲ هغه کسان نيولي چې د انسانانو د قاچاق کاروبار کوي.

د دوی په خبره له پنجاب او اسلام اباده نېول شويو دغو خلکو د ډوبې شوې کښتۍ له ځينو پاکستاني سپرليو څخه د دې لپاره پیسې اخیستې وې چې د لیبیا له لارې یې اروپا ته ورسوي. د دې ادارې په خبره د نورو انساني قاچاق وړونکو په خلاف یې عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG