د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ تنه وژل شوي دي


چارواکي وايي، د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي - د جون ۱۴مې انځور.
چارواکي وايي، د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي - د جون ۱۴مې انځور.

د یونان په سمندر کې د کډوالو د یوې کښتې ډوبېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۷۹ ته رسېدلی او ګڼ نور ورک دي.

د جون ۱۴مې پېښه په وروستیو کلونو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له تر ټولو لویو پېښو یوه بلل کېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د جون پر ۱۵مه ژغورونکو د ډوبو شویو کسانو لټون ته دوام ورکړی دی.

د اروپا د ژغورنې چارو مرستندویه ادارې اژانس ته ویلي دي چې له اټکل سره سم، له ۲۰ څخه تر ۳۰ میټره پورې اوږده کښتۍ کې ۷۵۰ کسان سپاره ول.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي، د مساپرو شمېر ۴۰۰ وو خو د یونان حکومت یې لا د شمېر په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

چارواکي وايي، د جون ۱۵مې تر غرمې پورې یې ۱۰۴ تنه ژغورلي ول.

د یونان لنډمهالي حکومت د پېښې له کبله د درو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی.

یوې رسنۍ ویلي، هغه کښتۍ له لیبیا څخه یونان ته پر لاره وه. د بحري بېړنیو د لېږد وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره زیاتره کسان د مصر، شام (سوریې) او پاکستان اوسېدونکي ول.

دا په یونان کې په تېرو کلونو کې د کښتیو له تر ټولو خونړیو پېښو یوه ده. تر دې مخکې، د روان کال په فبرورۍ کې د اېټالیا له ساحل سره نېږدې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۹۶ کډوال وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG