د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د بې کیفیته شرابو څښلو له کبله ۱۴ تنه وژل شوي دي


په ایران کې د شرابو پر څښاک او کاروبار بندیز دی - پخوانی انځور.
په ایران کې د شرابو پر څښاک او کاروبار بندیز دی - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د ایران په شمالي ولایت البرز کې د بې کیفیته شرابو د څښلو له کبله لږترلږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.

دوی وايي، ۱۲۰ کسان د شرابو د زهرجنو اثراتو له کبله ناروغه شوي دي او ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، هغه صنعتي شراب په البرز کې د عطرو جوړولو یوې کارخانې خرڅ کړي دي.

د عدلیې یوه چارواکي ویلي دي چې ښايي د مړو شمېر زیات وي ځکه چې ځینو کسانو چې زهرجن شراب څښلي، ښايي په کورونو کې مړه شوي وي.

په ۱۹۷۹ز کال کې په ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې پر شرابو بندیز دی او که پر چا یې د څښاک یا خرڅلاو تور ثابت شي نو د دورو وهلو او جرمانې له سزا سره مخامخېدای شي.

خو پر بندیز سربېره ډېری ایرانیان بهرني او د هېواد دننه جوړ شوي شراب څښي چې په تور یا ناقانونه بازار کې خرڅېږي.

په ایران کې په وروستیو کلونو کې د جعلي یا بې کیفیته شرابو څښاک یوشمېر مرګونې پېښې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG