د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلادېش ټېسټ سیالۍ کې افغانستان ته د ۶۶۲ منډو هدف ټاکلی دی


بنګلادېشي لوبغاړي د جون پر ۱۶مه د ابراهیم ځدراڼ په سوځولو خوشالي کوي.
بنګلادېشي لوبغاړي د جون پر ۱۶مه د ابراهیم ځدراڼ په سوځولو خوشالي کوي.

د افغانستان او بنګلادېش ترمینځ د ټېسټ سیالۍ د درېیمې ورځې په پای کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۴۵ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش په شېر بنګلا لوبغالي کې چې د جون پر ۱۶مه چې لوبه پیل شوه نو کوربنې لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۵ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې ختمه اعلان کړه.

د بنګالۍ لوبډلې نجم الحسن شانتو په دویمه پاڼۍ کې هم سلیزه ووهله او ۱۲۴ منډې یې وکړې.

افغان لوبډله د منډو له پلوه له لومړۍ پاڼۍ هم شا ته پاتې وه نو ځکه په ټولیز ډول ورته بنګلادېشۍ لوبډلې د ۶۶۲ منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې د افغان لوبډلې د دویمې پاڼۍ په لومړي بال (توپ) ابراهیم ځدراڼ وسوځېد او ورپسې عبدالمالک هم تر پینځو منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یو چټک توپ په سر ولګېد او بیا یې بیټېنګ ته دوام ور نه کړ.

رحمت شاه او ناصر جمال د ورځې تر پایه بیټېنګ ته دوام ورکړ. افغان لوبډلې ته په پاتې دوو ورځو کې د بریا لپاره د ۶۱۷ منډو اړتیا ده.

بنګلادېشۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۲ او په دویمه کې یې ۴۲۵ منډې وکړې او افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۴۶ منډو وسوځېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG