د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان لوبډله د ټېسټ سیالۍ لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۴۶ منډو وسوځېده


بنګلادېشی بالر د جون پر ۱۵مه د ابراهیم ځدراڼ په سوځولو خوشالي کوي.
بنګلادېشی بالر د جون پر ۱۵مه د ابراهیم ځدراڼ په سوځولو خوشالي کوي.

د افغانستان او بنګلادېش ترمینځ د ټېسټ سیالۍ د دویمې ورځې په پای کې کوربنې لوبډلې د یو لوبغاړي په زیان ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش په شېر بنګلا لوبغالي کې چې د جون پر ۱۵مه چې لوبه پیل شوه نو د کوربنې لوبډلې پینځه لوبغاړي په ۱۷ منډو جوړولو وسوځېدل او په ټولیزه توګه یې په لومړۍ پاڼۍ کې د منډو شمېر ۳۸۲ ته ورسېد.

بنګلادېش د جون پر ۱۴مه د سیالۍ پر لومړۍ ورځ د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۲ منډې جوړې کړې وې.

په ځواب کې د افغانستان لوبډله د سیالۍ پر دویمه ورځ په ۱۴۶ منډو وسوځېده.

د افغان لوبډلې افسر ځاځي ۳۶، ناصر جمال ۳۵، کریم جنت ۲۳ او عبدل ملک ۱۷ منډې وکړې. له دې پرته هېڅ لوبغاړي زیاتې منډې و نه کړای شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG