د لاسرسي ځای

تازه خبر

نارسمي نتیجې ښيي چې مرتضا وهاب د کراچۍ ښاروال انتخابات ګټلي دي


د کراچۍ ښاروالۍ د ودانۍ یو پخوانی انځور.
د کراچۍ ښاروالۍ د ودانۍ یو پخوانی انځور.

له غیر رسمي نتیجو سره سم، د کراچۍ د ښاروال په انتخاباتو کې د پیپلز ګوند نوماند مرتضا وهاب د جماعت اسلامي امېدوار حافظ نعیم الرحمان ته ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې چې د سیند صوبې انتخاباتي کمېشن د جون ۱۵مې انتخاباتو د نتیجو رسمي اعلان وکړي.

له غیر سرکاري نتیجو سره سم، د نعیم الرحمان د ۱۶۰ په مقابله کې مرتضا وهاب ۱۷۳ رایې ترلاسه کړې او کراچۍ ښاروال منتخب شو.

انتخابات د کراچۍ د هنرونو ادارې (ارټس کونسل) په تالار کې وشول چې ورته د ښاروالۍ شورا تر ۳۳۰ زیات منتخب غړي ورغلي ول او خپلې رایې یې وکارولې. ډان ورځپاڼه وايي، د تحریک انصاف ۳۲ غړي او د ښاروالۍ استازي انتخاباتو ته نه ول ورغلي.

د کراچۍ د ښاروال د انتخاب تر نتیجو وروسته د هغه مرستیال ټاکل کېږي.

د سیند انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو لپاره یې ځانګړي امنیتي اقدامات کړي ول.

پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري مرتضا وهاب ته د ښاروالۍ انتخاباتو په ګټلو مبارکي ورکړې ده.

د کراچۍ د ښاروالۍ شورا ټولې ۳۶۷ څوکۍ لري چې ورباندې انتخابات کېږي. له هغو څوکیو څخه یې پر ۱۵۵ د پیپلز ګوند چېرمېنان او پر ۱۳۰ د جماعت اسلامي نوماندان منتخب شوي دي. د ښاروالۍ شورا ۶۲ څوکۍ له تحریک انصاف، ۱۴ له مسلم لیګ (ن)، څلور له جمعیت علمای اسلام (ف) څلور او یوه یې له تحریک لبیک پاکستان سره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG