د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بمي چاودنې ۲ کسان وژلي دي


بلوچستان کې پوليس او سرحدي ځواکونه له يوې بمي چاودنې وروسته د پېښې د ځای کتنه کوي ــ پخوانی انځور
بلوچستان کې پوليس او سرحدي ځواکونه له يوې بمي چاودنې وروسته د پېښې د ځای کتنه کوي ــ پخوانی انځور

د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۴۹۰ کيلوميټره ليرې بارکان سيمه کې ځمکلاندې بم چاودنې دوه کسان وژلي دي.

د بارکان د ليويز ځواک چارواکو مشال رايو ته ويلي چې چاودنه نن سهار (د جون پر ۱۳مه) له هن مانده سره نېږدې پر يو کچه سړک هغه مهال وشوه کله چې پر يو موټر سايکل باندې دوه کسان تېرېدل.

له پېښې وروسته لیویز او سرحدي عسکرو د دواړو کسانو مړي سېول روغتون ته رسولي دي.

تر دې دمه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

په بارکان کې د بلوچستان د ځينو نورو ضلعو په شان د امنيت وضع کله نا کله خرابه وي او دا ډول پېښې رامينځ ته کېږي چې د زياترو ذمه واري بلوڅې بېلتونپالې ډلې مني.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG