د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي دونېڅک کې یې له روسیو ځواکونو څلورم کلی ازاد کړ


اوکراینیو ځواکونو د جون پر ۱۱مه هم په دونېڅک کې د یوه کلي د ازادولو او ورباندې یې د خپل ملي بیرغ رپولو ویډیو خپره کړې وه.
اوکراینیو ځواکونو د جون پر ۱۱مه هم په دونېڅک کې د یوه کلي د ازادولو او ورباندې یې د خپل ملي بیرغ رپولو ویډیو خپره کړې وه.

اوکراین ویلي دي چې د خپلو روانو یرغلیزو عملیاتو پر مهال یې د ختیزې دونېڅک سیمې څلورم کلی هم ازاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دونېڅک کې د اوکراینیو او روسیو ځواکونو ترمینځ سختې نښتې شوې دي.

د اوکرایني پوځ مطبوعاتي څانګې د جون پر ۱۲مه وویل چې پر ستوروژووې کلي اوس د اوکراین بیرغ رپېږي او د هېواد د ټولو نیول شویو سیمو تر ازادولو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ له دې خبر سره یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې پکې اوکرایني سرتېري په کلي کې د ګزمې پر مهال ښوول شوي دي.

اوکراین د جون پر ۱۱مه ویلي ول چې ځواکونو یې د دونېڅک درې کلي له روسیو پوځیانو نیولي دي. خو په خپلواکه توګه د اوکرایني پوځ د دعوو تصدیق نه دی شوی.

تر دې مخکې د اوکراین د پوځ مشرتابه د جون ۱۲مې پر سهار وویل چې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ یې په دونېڅک کې له روسیو ځواکونو سره نښتې شوې دي.

روسیو پوځیانو هم د هغې سیمې جګړې ته ډېره توجه ورکړې ده او هڅه کوي چې دونېڅک او لوهانسک دواړه ونیسي. د جون پر ۱۱مه په بېلابېلو سیمو کې د دواړو خواوو ترمینځ ټولې ۲۵ نښتې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG