د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی پوځ: روسي ځواکونه د دونېڅک او لوهانسک بشپړ کنټرول ترلاسه کولو هڅې کوي

اوکرایني سرتېري په لوهانسک کې د روسیو ځواکونو پر مورچو د ډزو پر مهال - د جون اتمې انځور.
اوکرایني سرتېري په لوهانسک کې د روسیو ځواکونو پر مورچو د ډزو پر مهال - د جون اتمې انځور.

د اوکراین پوځ وايي روسیو ځواکونو د جون پر ۱۰مه په بشپړه توګه د دونېڅک او لوهانسک سیمو نیولو ته توجه ورکړې وه.

د اوکرایني پوځ مشر ویلي چې په هغو سیمو کې په روانه جګړه کې "له بده مرغه په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي شامل دي،" او شخصي کورونه، ولسي او انتظامي ځایونه زیانمن او ویجاړ شوي دی.

خو مشال راډیو په ازاده توګه د جګړې له ډګره د دې دعوو تصدیق نه شي کولای.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې په کییف کې د کاناډا له وزیراعظم جسټن ټروډو سره شریکې خبري غونډې ته وویل چې ځواکونو یې د روسي پوځ د عملیاتو مخنیوي ته دوام ورکړی دی خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG