د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکرایني بند تر نړېدو وروسته ۶ تنه وژل شوي، ۳۵ ورک دي


د نووا کاخوفکا بند له یوې برخې څخه د خېرسون پر لوري اوبه بهېږي - د جون اوومې انځور.
د نووا کاخوفکا بند له یوې برخې څخه د خېرسون پر لوري اوبه بهېږي - د جون اوومې انځور.

د اوکراین چارواکي وايي چې د جون پر شپږمه د نووا کاخوفکا بند تر ړنګېدو وروسته په پېښو کې شپږ تنه مړه شوي او ۳۵ تنه ورک دي.

د اوکراين کورنیو چارو وزیر ایګور کلېمېنکو د جون پر ۱۱مه پر فېسبوک په بیان کې د مرګژوبلې تازه شمېر ورکړ. نوموړي ویلي چې په ورکو کسانو کې اووه ماشومان هم دي.

د اوکراین په سوېل کې د دنیپر پر سیند د هغه لوی بند د یوې برخې تر نړېدو وروسته په سیمه کې لوی سېلاب راغی او په زرګونو خلک بې کوره شول. کلېمېنکو زیاته کړې چې تر پېښې وروسته اوس شاوخوا ۱۶۲،۰۰۰ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

اوبو د خېرسون یوشمېر برخې، لارې، کوڅې، کورونه او سړکونه لاندې کړې. د هغې سیمې یوه برخه د روسیو او بله یې د اوکراینیو ځواکونو تر واک لاندې ده.

د بند د یوې برخې نړېدو لامل لا معلوم نه دی، خو د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د جون پر اوومه یو ځل بیا روسيه د بند په نړولو تورنه کړه او و يې ويل چې دا "بشپړ قصدي" عمل دی. اخوا روسيې د بند ړنګولو پړه پر کيیف اچولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG