د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين کې د اوبو بند نړېدو له کبله د بشري ناورين خطر زيات شوی دی


د اوکراین په سوېل کې د نووا کافوخکا بند نړېدو له کبله ګڼ کورونه تر اوبو لاندې شوي دي. د جون اوومې انځور
د اوکراین په سوېل کې د نووا کافوخکا بند نړېدو له کبله ګڼ کورونه تر اوبو لاندې شوي دي. د جون اوومې انځور

د اوکراین په سوېل کې د دنیپر پر سیند د يوه لوی بند نړېدو له امله د بشري او ماحولياتي ناورین خطر زيات شوی او په زرګونو خلک د سېلابونو له ډېرېدو وروسته د سرپناه په لټه کې دي.

د اوکراین ژغورندویه ډلو د جون پر اوومه د نووا کافوخکا بند نړېدو او د هغې د زېرمې تر خالي کېدو یوه ورځ وروسته خوندي ځایونو ته د سېلاب ځپلو د لېږدولو لپاره کښتۍ کارولې دي.

د پېښې لامل لا معلوم نه دی، خو د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د جون پر اوومه یو ځل بیا روسيه د بند په نړولو تورنه کړه او و يې ويل چې دا "بشپړ قصدي" عمل دی، خو روسيې د بند ړنګولو پړه پر کيیف اچولې ده.

د راپورونو له مخې، په اوکراين کې د روسیې تر واک لاندې سیمو کې د سېلاب ځپلو کلیو او وړو ښارونو اوسېدونکي د مرستو غوښتنه کوي. په هغو سيمو کې د بشري ناورین وېره زیاته شوې او یوشمېر هېوادونو د بند د نړېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس مېشل دا یو "جنګي جنایت" او د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ دا "شرمناکه" عمل بللی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د بند ویجاړول يو "وحشیانه عمل" بللی او زياته کړې يې ده چې فرانسه به د هغه کړکېچ د هواري لپاره اغېزمنو سیمو ته مرستې واستوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG