د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسې پر ایران غږ کړی دی چې روسیې ته دې ډرون الوتکې نه ورکوي


مکرون (له کیڼ لوري لومړی) له رییسي سره د لیدو پر مهال ـ پخوانی انځور.
مکرون (له کیڼ لوري لومړی) له رییسي سره د لیدو پر مهال ـ پخوانی انځور.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون پر ايران غږ کړی چې د اوکراين په جګړه کې دې روسیې ته د ډرون الوتکو ورکول ودروي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د جون پر ۱۰ مه،مکرون له خپل ايراني سيال ابراهيم رييسي سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه ته خبرداری ورکړ چې د روسیې ملاتړ ودروي.

تهران لا د مکرون د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

غربي هېوادونه تور پورې کوي چې روسیې په اوکراین کې د پوځي او ملکي اهدافو پر ضد د ایران جوړ سلګونه جنګي ډرونونه او داسې نورې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي چې پر هدف ورغورځي او چوي.

برتانیا، فرانسه، جرمني، امريکا او اوکراین وايي، روسیې ته د ایران له خوا د بې پیلوټه الوتکو ورکول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ز کال د پرېکړه لیک سرغړونه ده.

په هغه پرېکړه لیک کې پر تهران د وسلو د درامد (واردولو) او برامد (صادرولو) بندیز لګېدلی وو.

روسیې په جګړه کې د ایرانیو ډرون الوتکو له کارولو انکار کړی دی خو ایران دا منلې چې هغه هېواد ته یې بې پیلوټه الوتکې د هغه قرارداد له مخې ورکړې دي چې په فېبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل مخکې شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG