د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف بي ای: افغانستان بیا ښايي د ترهګرو په خوندي ځاله واوړي


د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر کریستوفر رې
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر کریستوفر رې

د امریکا د فېډرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي ای) مشر کریسټوفر رې ویلي، چارواکي اندېښمن دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له راوتلو وروسته ممکن دا هېواد بیا د ترهګرو په یوه خوندي ځاله بدل شي.

د اېف بي ای رییس دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۲مه د امریکا د استازیو جرګې د کورني امنیت د کمېټې د اورېدو غونډه کې وکړه.

هاخوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې هېڅکله به افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دا څرګندونې کړي.

خو طالبانو ویلي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG