د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د اورګاډو ټکر: شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي، ۹۰۰ ژوبل


د هند په اوړیسه کې د اورګاډو تر ټکر وروسته د جون پر درېیمه د ژغورنې کار دوام لري.
د هند په اوړیسه کې د اورګاډو تر ټکر وروسته د جون پر درېیمه د ژغورنې کار دوام لري.

چارواکي وایي، د هند په ختیځ ایالت اوړیسه کې د اورګاډو په ټکر کې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰۰ نور ژوبل دي.

د ایالت عمومي سکرتر پردیپ جینا رسنيو ته ویلي چې د جون پر دویمه ماښام مهال په بالاسور سیمه کې یو رېل ګاډی له پټلۍ خوییدلی او پر نېږدې پټلۍ له تلونکي بل هغې سره جنګیدلی دی. هغه وویل، د پېښې ځای ته خواوشا ۲۰۰ امبولانسونه استول شوي دي.

د هند د بېړنيو خدماتو ادارې يوه چارواکي د جون په درېیمه اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې ښایي ګڼ کسان لاهم ترملبې لاندې وي.

داوړيسه ايالت د اور وژنې څانګې مشر سدهانشو سارنګي ویلي دي چې په پېښه کې ځينې کسان سخت ژوبل دي چې له کبله يې د مړو شمېر زياتېدای شي.

د هند وزير اعظم نرېندرا مودي پر ټویټر پاڼه لیکلي: ''د ژغورنې عملیات روان دي او له اغېزمنو سره له وس سره سم هر ډول مرسته کېږي.''

په هند کې د اورګاډي سیسټم مهمه ترانسپورتي شبکه ده چې د هغه هېواد بېلا بېل ایالتونه، ښارونه او کلي سره نښلوي. دا راز د سامانونو انتقالولو لپاره هم اورګاډي کارول کېږي.

په هند کې مخکې هم د اور ګاډو ټکرونه شوي چې مرګژوبله یې کړې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د هند په کانپور ښار کې د اورګاډي د اوښتو په پېښه کې تر۹۰ زیات کسان وژل شوي ول. تر هغې وړاندې په ۲۰۱۲ز کال کې په مهاراشټرا ایالت کې د مسافر وړونکي او د بار وړونکي اورګاډو ترمینځ په ټکر کې ۲۵ تنه وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG