د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د اورګاډي چپه کېدو له وجې ۹۰ کسان مړه شوي


په اورګاډي کې د نښتو کسانو د راويستلو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي
په اورګاډي کې د نښتو کسانو د راويستلو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي

چارواکي وايي نن سهار وختي د هند د اتر پرديش په کانپور ښار کې له پټلۍ څخه د مساپرو اورګاډي اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۹۰کسان وژل شوي او تر يو سل شلو زيات ژوبل شوي دي.

امدادي کارکونکي د درنو مشينريو په مرسته کوشش کوي چې د اورګاډي په ډبو کې ګېر پاتي مساپر راوباسي. دا اور ګاډی د شمال ختځ پټنه ښار نه انډور ښار ته روان وو. په سمدستي توګه مالومه نه ده چې اورګاډی ولې له پټلۍ واوښت. د هند وزيراعظم نريندرا مودي په پيښه کې په مرګ ژوبله سخته خواشينې څرګنده کړې ده.

د ريلوي وزير سوريش پرابو ويلي دي چې د دې پيښي ممکنه ذمه وارو خلاف به سخته کاروايي کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG