د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان ترمنځ اورګاډی بیا پرانستل شو


سمجوته اېکسپرېس
سمجوته اېکسپرېس

د مارچ پر څلورمه د پاکستان او هند ترمنځ د سورلو اورګاډي سروېس بیا پرانیستل شو. په لاهور کې د اورګاډي تمځي ته ګڼ هندیان ورغلي ول او انتظار یې کاوه چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر په پلواما سیمه کې په موټر بم ځانمرګي برید کې د ۴۴ هندي ملېشه پولیسو تر وژنې وروسته د نوي دلي او اسلام اباد اړیکي ترینګلي شول.

پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د حملې ذمه واري ومنله.

د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي سروېس په اوونۍ کې دوه ځلې د دوشنبې او زیارت پر ورځو خلک د دواړو هېوادونو تر پولو رسوي.

تر دې وروسته هندیو الوتکو د فبرورۍ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په بالاکوټ کې د یادې وسله والې ډلې پر مرکز د بمبارۍ او وسله والو وژلو خبر ورکړ خو اسلام اباد دا دعوه ناسمه وبلله او ویې ویل چې په برید کې هېڅ ځای نه دی په نښه شوی.

د فبرورۍ پر ۲۷مه پاکستاني پوځ وویل، هوايي ځواک یې د هند تر واک لاندې کشمیر کې بمباري کړې او بیا د دواړو هېوادونو د جنګي الوتکو په ډزو کې د هند یوه الوتکه پرېوته او پیلوټ یې ونیول شو چې اسلام اباد د مارچ پر لومړۍ هند ته وسپاره.

د فبرورۍ پر ۲۷مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، له هند سره د سمجوته اېکسپرېس په نوم د مساپر وړونکي اورګاډي سروېس تړي.

د ګل پر ورځ د لاهور د اورګاډي په تمځي کې ولاړو مساپرو وویل، د دواړو هېوادوو ترمنځ تاوتریخوالی نه غواړي.

نصیبه بي بي یوه هندۍ مساپره ده چې د لاهور پر تمځي یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ارامۍ هیله وښوده:

''ترینګلتیا زیاته وه ځکه چې تاوتریخوالی وشو. خو زه وایم هر ځای باید خوشالي وي. دلته هم باید ښادي وي، هلته هم. دواړه خواوې باید یو ځای سره ښادۍ وکړي. دا به ډېره ښه وي.''

یو هندی مساپر محمد عارف وايي، غوښتل یې چې نورې ورځې هم په پاکستان کې ایسار شي، خو د دواړو هېوادونو اړیکو خرابوالي له وجې ستنېږي:

''موږ د [فبرورۍ پر] ۱۲مې دلته راغلي وو. موږ غوښتل چې پاتې شو. خو د [اورګاډي سروېس] تړلو له وجې مو [په هند کې] بچي اندېښمن شول او وېرېدل چې څه ونشي.''

د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي سروېس په اوونۍ کې دوه ځلې د دوشنبې او زیارت پر ورځو خلک د دواړو هېوادونو تر پولو رسوي.

له پاکستانه تلونکي خلک له لاهوره تر واګې پورې ځي، له پولې اوړي او بیا په هندي اورګاډي کې سپرېږي. د هند له دلي بل اورګاډی مساپر تر اټاري سرحدي سیمې پورې بیايي.

دا سروېس په ۱۹۷۶ز کال کې پیل شوی وو.

XS
SM
MD
LG