د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان له سري لنکا سره په لومړیو دوو يو ورځنيو سياليو کې نه لوبېږي


د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، راشد خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلي چې تر یوې اوونۍ پورې باید ارام وکړي ــ پخوانی انځور
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، راشد خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلي چې تر یوې اوونۍ پورې باید ارام وکړي ــ پخوانی انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې د هغه هېواد وتلی کرکټ ستوری راشد خان به د سري لنکا خلاف په لومړیو دوو يو ورځنيو سیالیو کې نه لوبېږي.

بورډ د مې پر ۳۱مه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه خبر ورکړی چې راشد خان پرون (د مې پر ۳۱مه) د تمریناتو پرمهال په ملا کې درد محسوس کړ.

اعلاميه زياتوي، راشد خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلي چې تر یوې اوونۍ پورې باید ارام وکړي. "د لوبډلې د ډاکتر او فیزیو په وینا، راشد به په یاده موده کې تر بشپړې درملنې لاندې وي او هیله شته چې د سری لنکا پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په موخه له لوبډلې سره یوځای شي."

دا لا معلومه نه ده چې د نوموړي پرځای به کوم لوبغاړی د دې سیالیو لپاره غوره شي.

راشد خان د مارچ په وروستيو کې له پاکستان سره د دریو ۲۰ اووره سياليو د لړۍ له ګټلو وروسته هند ته ولاړ او هلته يې شاوخوا دوې مياشتې د انډيين پریميیر ليګ يا ای پي اېل کرکټ ۲۰ اووره سیاليو کې برخه واخيسته.

د افغانستان او سري لنکا کرکټ لوبډلې به د درو يو ورځنيو يا ۵۰ اووره سياليو لړۍ سر له سبا (جون دويمې) پيلوي. د دواړو لوبډلو ترمينځ به دويمه سيالي د جون پر څلورمه او درېيمه او وروستۍ سيالي به د جون پر اوومه کېږي.

دا لوبې به د کابل پر وخت د سهار پر نهو او د پېښور پر وخت د سهار پر ۹:۳۰ بجو پېلېږي.

د افغانستان کرکټ لوبغاړي له شاوخوا یوې اوونۍ راهېسې په سري لنکا کې دي او له کوربه هېواد سره لوبو ته چمتوالی نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG