د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ۲۰ اووريزو کرکټ لوبو وروستۍ سيالي او افغانستان لوبلړۍ وګټله


د افغانستان په کوربه توب د دريو ۲۰ اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ دوې لوبې افغان لوبډلې وګټلې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې وه ــ د مارچ ۲۷مې انځور
د افغانستان په کوربه توب د دريو ۲۰ اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ دوې لوبې افغان لوبډلې وګټلې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې وه ــ د مارچ ۲۷مې انځور

د پاکستان کرکټ لوبډلې د دریو ۲۰ اووریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

د مارچ پر ۲۷مه په شارجه کې شوې دغه لوبه کې پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۹م اوور کې د ۱۱۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان په کوربه توب د دريو ۲۰ اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ دوې لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې وه.

د مارچ پر ۲۴مه په شوې لومړۍ لوبه کې افغانستان پاکستان ته په شپږو ويکټونو او د مارچ پر ۲۶مه يې په دويمه لوبه کې په اوو ويکټونو ماتې ورکړې وه.

افغان لوبغاړی محمد نبي د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG