د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو بيې کمې کړې دي


په پاکستان کې په میاشت کې دوه ځله د تېلو نرخونو ته کتنه کېږي او په عمومي ډول بدلونونه پکې راوستل کېږي ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې په میاشت کې دوه ځله د تېلو نرخونو ته کتنه کېږي او په عمومي ډول بدلونونه پکې راوستل کېږي ـ پخوانی انځور

د پاکستان حکومت سر له ننه (جون لومړۍ نېټې څخه) د تېلو په بیو کې د کموالي اعلان کړی دی.

د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار پرون (د مې پر ۳۱مه) وويل چې د پېټرولو بیه يې د لیټر پر سر اته روپۍ تیټه کړې چې اوس به یې بیه ۲۶۲ روپۍ وي.

نوموړي زياته کړه، د مې پر ۱۶مه يې د يو ليټر ډيزلو په بيه کې ۳۰ روپۍ کمی کړی وو او اوس یې پينځه روپۍنور هم کوي، چې په دې توګه به د یو لیټر ډیزلو بیه اوس ۲۵۳ روپۍ وي.

حکومت دا ځل د خاورو تېلو بیه نه ده کمه کړې، خو د ډار په وینا، تېر ځل یې د لیټر پر سر ۱۲ روپۍ بیه ټیټه کړې وه او د اوس لپاره به د خاورو يو ليټر تېل په ۱۶۴ روپيو پلورل کېږي.

اسحاق ډار پر ټرانسپورټرانو غږ کړی چې د تېلو د نویو بیو مطابق دې له خلکو کرایې واخلي.

په پاکستان کې د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت کمېدو له وجې د پېټرولیم مصنوعاتو بیې زیاتې دي چې له وجې یې د روزمره استعمال نېږدې ټول توکي ګران شوي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG