د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا استادانو تر ماسپښین وروسته د زده کړو بهیر درولی دی


حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې تر ماسپښین وروسته د تعلیم ورکول پیل کړی وو ـ پخوانی انځور.
حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې تر ماسپښین وروسته د تعلیم ورکول پیل کړی وو ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا سرکاري سکولونو استادانو په دویم شفټ کې (تر ماسپښین وروسته) د تعلیم ورکولو بهیر ځنډولی دی.

ښوونکي وایي، حکومت ورته له تېرو پینځو میاشتو راهیسې تنخا نه ده ورکړې چې له کبله یې دوی نور د کار په دویم وخت کې ماشومانو ته تعلیم نه ورکوي.

په پاکستان کې د ښوونځیو وخت له سهاره تر ماسپښین پورې وي. خو د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې تر ماسپښین وروسته هم د تعلیم ورکول پیل کړی وو. د دې کار موخه هغو ماشومانو ته د زده کړو ورکولو ول چې له سهاره تر ماسپښینه مزدوري کوي.

د سرکاري سکول یو استاد نديم خان مشال راډيو ته وویل، د تنخا نه ترلاسه کېدو ترڅنګ نورې ستونزې هم لري. ''زده کوونکو ته کتابونه نه دي ورکړل شوي او د قلم او کاغذ اخیستو لپاره ورکول کېدونکې پیسې هم بندې شوي دي.''

د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې په وینا، د بېلابېلو ضلعو په ۱،۴۴۴ سکولونو کې شاوخوا ۴۵،۰۰۰ ماشومان تر ماسپښین وروسته زده کړې کوي.

د خيبر پښتونخوا تعلیم محکمې د ابتدایي او ثانوي زده کړو د څانګې مرستیال مشر شکور خان مشال راډیو ته وویل چې ټولو ضلعو ته یې تنخاګانې او نورې پیسې لېږدولي چې استادانو ته به ژر ورسي.

د خيبر پښتونخوا د تعليم د محکمي د راپور له مخې، په هغه صوبه کې د پینځو او ۱۵ کلونو ترمینځ عمر لرونکي شاوخوا ۳۲ لکه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG