د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیې پر کییف د ډرون الوتکو بله حمله کړې ده


 اوکراینیو چارواکو ویلي چې د کييف هوايي دفاعي نظام زیاتره بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي ـ د مې ۳۰مې انځور.
اوکراینیو چارواکو ویلي چې د کييف هوايي دفاعي نظام زیاتره بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي ـ د مې ۳۰مې انځور.

روسیې د مې پر ۳۰مه د اوکراين پر سرښار کییف د بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه کړي دي.

دا په تېرو درو ورځو کې پر کييف څلورم برید وو چې تر دې دمه پکې د لږترلږه یو کس د وژنې او د یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبرونه دي. خو اوکرایني چارواکو ویلي چې زیاتره بې پیلوټه الوتکې د کييف هوايي دفاعي نظام ویشتلې دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلېچکو پر ټېلېګرام ويلي چې د کييف په يوشمېر ولسوالیو کې اور لګېدلی دی. نوموړي زياته کړې چې "یو کس مړ شوی او ژوبل شوي څلور واړه کسان د هولوسیېفسکيې ولسوالۍ په روغتون کې بستر شوي دي."

د اوکراین د ملي پولیسو سرپرست مشر ایوان ویهیفسکيې پر ټېلېګرام ويلي چې پر کییف او د هغه پر شاوخوا سیمو په برید کې ۱۳ کسان ژوبل شوي هم دي.

په عین حال کې، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په مسکو کې اته بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي یا جام کړل شوې دي چې په وينا يې دا د "کیيف رژیم" له خوا "ترهګر برید" وو.

د روسيې "بازا" ټېلېګرام چینل ویلي چې په برید کې تر ۲۵ زياتو بې پیلوټه الوتکې شاملې وې.

خو په خپلواکه توګه د دې راپورونو تصدیق نه دی شوی.

بل خوا د سپینې ماڼۍ یوه ویاند د واشنګټن دریځ تکرار کړ چې په روسیه کې دننه د بریدونو ملاتړ نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG