د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیې پر کییف د ډرون الوتکو لویه حمله کړې ده


د مې پر ۲۸مه په کییف کې ژغورنکې ډلې په ډرون کې برید کې لګېدلې ودانۍ ته ورغلي.
د مې پر ۲۸مه په کییف کې ژغورنکې ډلې په ډرون کې برید کې لګېدلې ودانۍ ته ورغلي.

اوکرایني چارواکي وايي، روسيو ځواکونو پر هغه هېواد له یرغل راهیسې پر پلازمېنې کییف د بې پیلوټه الوتکو "تر ټولو لویه" حمله کړې ده.

د مې پر ۲۸مه برید پر داسې مهال شوی دی چې د دې میاشتې پر وروستۍ یکشنبې یا اتوار د "کییف ښار ورځ" لمانځل کېږي ځکه چې له ننه ۱،۵۴۱ کاله مخکې په همدې ورځو او شپو کې د هغه ښار بنسټ ايښودل شوی وو.

اوسمهال د کییف نفوس درې مېلیونه دی او اوکرایني چارواکي وايي، د هېواد دفاعي نظام لږترلږه ۴۰ بې پیلوټه الوتکې په فضا کې ویشتلې دي چې پر ځمکه د ډرون د برخو پرېوتو په پېښه کې یو تن وژل شوی دی او دوه ژوبل دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سېرګې پوپکو وویل چې روسیې پر کييف د بريدونو لپاره ايرانۍ "شاهد" نومي بې پیلوټه الوتکې کارولې دي. هغه ډرونونه پر هدف ورپرېوځي او چوي.

روسیې له نېږدې دوو میاشتو تر ځنډ وروسته پر اوکراین د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي، چې پکې یې پوځي تاسیسات او اکمالات په نښه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG