نور عالم وايي په اساسي قانون کې د پوځي عدالتونو ګنجايش موجود دی
په "مشال مرکه" کې دا ځل د پاکستان سپريم کورټ سينير قانون دان نور عالم خان مېلمه دی. نوموړی له ۱۹۹۵ز کال راهيسي وکالت کوي او دا وخت په سپريم کورټ کې د وکيلانو د اتحاديي غړی هم دی. نور عالم خان وايي، د پاکستان په ايين کې د پوځي عدالتونو ګنجايش موجود دی او پوځ ته دا اختيار ورکړل شوی دی. د ده په خبره په دې وروستيو کلونو کې عدليي داسې پرېکړې وکړې چې نيوکې ورباندې کېږي او همدغه وجه ده چې پارلېمان په دې لړ کې قانون سازي کوي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.
برخې
-
اکتوبر ۲۰, ۲۰۲۴
ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده
-
سپټمبر ۲۰, ۲۰۲۴
اختر کاکړ نالوستی دی خو په وروڼو يې لوړې زدکړې کړې دي