د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر ګراهم روسيې ته د مطلوبو کسانو په نوملړ کې شاملېدل اعزاز بللي


لینډسې ګراهم د مې پر ۲۷مه اوکراين ته سفر کړی وو او پر هغه ورځ يې په کييف کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.
لینډسې ګراهم د مې پر ۲۷مه اوکراين ته سفر کړی وو او پر هغه ورځ يې په کييف کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.

امريکايي سېنېټر لينډسې ګراهم د روسیې له خوا د مطلوبو کسانو په نوملړ کې شاملېدل اعزاز ګڼلی او وايي‌د اوکراين له ملاتړه به لاس وانخلي.

ګراهم د مې پر ۲۹مه پر ټويټر ليکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين حکومت له درغليو ډک دی او د هغه حکومت له خوا د نوموړي د ګرفتارۍ غوښتنه يو اعزاز دی. هغه ويلي چې له پوتين سره په هاګ کې د جرمونو د څېړلو نړیوال عدالت ته هم تللی شي.

روسيو رسنیو د مې پر ۲۸ مه خبر ورکړ چې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د امریکايي سېنېټر لینډسې ګراهم نوم د مطلوبو کسانو په لېسټ کې شامل کړی دی. دا تر هغه وروسته ده چې سېنېټر ګراهم د مې پر ۲۶ مه د اوکرایني ولسمشر په دفتر کې له ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي سره لیدلي وو او د دغې لیدنې ویډیو خپره شوې وه.

د دې ویډیو په اېډیټ شوې بڼه کې ښکاري چې سېنېټر ګراهم زېلېنسکي ته وايي چې د اوکراين په جګړه کې "روسان مري"، او بیا زياتوي چې "د امریکايي ملاتړ پېسې تر بل هر ځای په ښه توګه لګېدلې دي."

د روسيې له خوا له نیوکو وروسته اوکراین د دې ملاقات بشپړه ویډیو خپره کړه چې پکې ښکاري چې دا دواړه جملې له یو بل سره تړاو نه لري.

روسيې د تېر کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل کړی دی. امريکا او نور غربي هېوادونه په دې جګړه کې د اوکراين پوځي او مالي مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG