د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یوشمېر برخو کې زلزله راغلې ده


د پاکستان دولتي راډیو وايي زلزلې د خیبر پښتونخوا یوشمېر سیمې لړزولې دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي زلزلې د خیبر پښتونخوا یوشمېر سیمې لړزولې دي.

په پاکستان کې د مې پر ۲۸مه زلزلې د هغه هېواد یوشمېر سیمې لړزولې دي.

د پاکستان دولتي راډیو د موسمیاتو ادارې په حواله وايي، د زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان پر پوله د ځمکې تر سطحې ۲۲۳ کېلومیټره لاندې وو او پر رېښتر پیمانه یې شدت ۶.۰ وو، خو د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، د زلزلې زور ۵.۲ وو.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، زلزله سهار شاوخوا ۱۰ منټه کم ۱۱ بجې راغله چې د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون یې د خیبر پښتونخوا یوشمېر سیمې ولړزولې.

د پاکستان دولتي راډیو او رسنیو تر اوسه په زلزله کې د مرګژوبلې او مالي زیان راپور نه دی ورکړی.

تر دې مخکې د مارچ پر ۲۱مه په پاکستان کې په زلزله کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي ول او لسګونه ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG