د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بیجنګ کې د کورونا وایرس ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي


په چین کې د کورونا وایرس لپاره د یو خبریال معاینه کېږي - پخوانی انځور.
په چین کې د کورونا وایرس لپاره د یو خبریال معاینه کېږي - پخوانی انځور.

روغتیايي چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) پېښې زیاتې شوې دي.

چارواکو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ تازه څپې له کبله د هېواد په یوشمېر برخو کې ښوونځیو ته د احتیاطي تدابیرو امر کړی دی.

د چین سرکاري خبري اژانس د مې پر ۲۶مه ویلي چې د وبايي چارو پوه ژونګ نانشان اټکل کړی دی چې د جون په پای کې ښايي په یوه اوونۍ کې د ناروغۍ د نویو ثبتېدونکو پېښو شمېر ۶۵ مېلیونه ته ورسېږي.

نوموړی وايي، ښايي اوسمهال هره اوونۍ د نویو پېښو شمېر شاوخوا ۴۰ مېلیونه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ز کال د مې په پیل کې د کووېډ-۱۹ له کبله د نړیوال بیړني حالت ختمولو اعلان وکړ. هغه سازمان د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د جهاني وبا اعلان کړی وو.

سازمان وايي، له هغه وخت راهیسې یې په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ څه باندې ۷۶۶ مېلیونه پېښې او ۶.۹ مېلیونه مړینې ثبت کړې دي. البته د پېښو او مړینو اصلي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG