د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوال بې کوره کړل شوي خلک کورونو ته ستنېدل غواړي


د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو وروسته ګڼ کسان بنو ته کډه شوي ول.
د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو وروسته ګڼ کسان بنو ته کډه شوي ول.

د شمالي وزیرستان د شوال بې کوره شوي اوسېدونکي وايي چې نهه کاله وشول خو لا هم ورته د بېرته تګ اجازت نه ده ورکړل شوې.

د شوال اوسېدونکي په ۲۰۱۴ز کال د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو پر مهال بې کوره کړل شوي ول.

د سیمې ځینو خلکو د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وويل چې څو ورځې وړاندې ورته پوځي مشرانو په یوه جرګه کې د بېرته ستنېدو ډاډ ورکړی وو.

د هغې جرګې یو ګډونوال ملک ولی الله مشال راډیو ته وويل، امنیتي چارواکو ورته ویلي چې د ستنېدو پر وخت به مراعات نه ورکول کېږي. "موږ ته یې وویل چې ستاسو سره د شوال شناخت او ډومیسایل نه شته نو ځکه به د نورو کډوالو برعکس موږ ته مراعات نه راکوي. موږ ترې غوښتنه کوو چې نهه، لس کاله مو په کډوالۍ کې تېر کړل، باید موږ ته شناخت هم راکړل شي او زموږ د ړنګو شویو کورونو سروې دې هم وشي."

بل خوا د سیمې یو پوځي چارواکي مشال راډیو ته ویلي چې د شوال د بې کوره شویو خلکو د ستنولو لپاره چمتووالی نيول شوی خو د هغوی د ډومیسایل او شناختي کارډ مسله باید حکومت هواره کړي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک بيا مشال راډیو ته وویل چې د شوال د خلکو د ډومیسایل، شناختي ادرس او نورې مرستو په اړه يې خبرې روانې دي.

شوال د شمالي وزیرستان ۱۰م تحصیل دی چې قدرتي ښکلا او ځنګلونه لري. په شوال کې بکاخیل، کابل خیل، ګربز او جاني خیل قبیلې مېشتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG