د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې د ګېس او تېلو پر کمپنۍ وسلوال بريد کې پر ۲ ساتونکو سربېره ۴ سرتېري وژل شوي


د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان د تېلو او ګېس پرمختګ دولتي ادارې پر ساتونکو بريد کې د اېف سي يوشمېر سرتېري وژل شوي ول.
د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان د تېلو او ګېس پرمختګ دولتي ادارې پر ساتونکو بريد کې د اېف سي يوشمېر سرتېري وژل شوي ول.

د خيبر پښتونخوا په هنګو کې د ګېس او تېلو راايستلو يوې شخصي کمپنۍ پر کارکوونکو وسلوال بريد کې څلور سرتېري او دوه امنيتي ساتونکي وژل شوي دي.

د هنګو پولیسو ضلعي مشر اصف بهادر نن (د مې پر ۲۳مه) مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه یو شمېر نامعلومه وسلوالو د ټل په منجي خیلو کې د "مول" کمپنۍ پر امنيت ګومارل شويو ساتندويانو په وړو او لويو وسلو سره بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ پر دوو ساتونکو سربېره د سرحدي ځواک (اېف سي) څلور سرتېري ووژل شول.

بهادر ادعا وکړه، برید کوونکي له وزیرستانه ورغلي ول او د هغه په وينا غوښتل یې چې د "مول" کمپنۍ کارکوونکي يا نوره عمله له ځان سره وتښتوي. د نوموړي په وينا د پياوړي مقاومت په نتيجه کې وسلوال پرشا وتمبول شول او په خپل مقصد کې بريالي نه شول.

پوليس په ځوابي کاروايي کې وسلوالو ته هم د ځاني زيان رسېدو ادعا کوي خو خپلواکو سرچينو يې لاهم تصديق نه دی کړی.

په منجي خیلو کې تر برید وروسته وسلوال تښتېدلي خو په سیمه کې د هغوی پرضد د لټون عملیات روان دي.

په هنګو ضلع کې "مول" کمپنۍ له اوږدې مودې راهیسې له کوهیانو د ګېس او تېلو راایستلو کار کوي.

تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ مياشت کې په ګورګوري سیمه کې موجود د دغې کمپنۍ پر يوه کوهي باندې برید شوی وو چې يو امنيتي ساتونکی پکې وژل شوی وو.

تر دې دمه پر "مول" کمپنۍ د اوسني او تېر بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

په خيبر پښتونخوا کې وخت نا وخته د ګېس او تېلو راايستلوپر کمپنيو بريدونه کېږي چې د زياترو مسوليت چا نه دی منلی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG