د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د کانټېنري موټرونو د محصول اندازه کمول غواړي


په وروستیو درې لسیزو کې د عربي هېوادونو له لارې افغانستان ته لسګونه زره د پاکستان لاس موټر وارد شوي.
په وروستیو درې لسیزو کې د عربي هېوادونو له لارې افغانستان ته لسګونه زره د پاکستان لاس موټر وارد شوي.

په خوست کې هغه کسان چې د پاکستان لاس موټر لري، غوښتنه کوي چې د طالبانو د ټرافیکو اداره دې د موټرو د درې کلنو موقتي اسنادو او پلیټونو د محصول اندازه کمه کړي.

دوی وايي، د اسنادو وخت لږ ټاکل شوې، خو محصول يې ډېر دی او په ټوله کې د خلکو اقتصاد دومره نه دی، چې هر کس دې وکولای شي، ټاکلی محصول تحویل او خپل موټر ته اسناد واخلي.

په وروستیو درې لسیزو کې د عربي هېوادونو له لارې افغانستان ته لسګونه زره د پاکستان لاس موټر وارد شوي، چې ډیری يې په هغو ولایتونو کې تګ او راتګ لري، چې د پاکستان سره پر پوله پراته دي.

د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست دې کار لپاره درې میاشتې موده ټاکلې وه، خو په خوست کې د خواو شا یو نیم لکو موټرو څخه تر اوسه څه د پاسه لس زره کسانو خپل موټرونه ثبت او راجسټر کړي دي.

خلک وايي، وس نه لري چې خپل ګاډي د لوړو فیسونو سره ثبت کړي.
خلک وايي، وس نه لري چې خپل ګاډي د لوړو فیسونو سره ثبت کړي.

د خوست ښار د قلموال مینې اوسیدونکی شریف خان چې خپل موټر يې د ثبتولو لپاره د ټرافیکو مدیریت ته بیولی مشال راډيو ته وویل، د موټرو د محصول کولو بیه لوړه ده او داسې خلک شته، چې اړ شوي، د موټرو د محصول د پیسو لپاره د کور څاروي او یا نور توکي وپلوري.

په افغانستان کې د تیر جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې یو شمېر کانتینري موټرونو ته کاغذونه جوړ شول، خو د نظام له بدلون وروسته بیا دا بهیر ټکنی شو.

د ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکی دین محمد وايي: "د خوست د خلکو اقتصاد خراب دی، د غریبۍ او بې کارۍ له کبله موټرو ته د کاغذونو د جوړولو پیسې هم نه لري، په دې کاغذونو ۲۵ یا ۳۰ زره افغانۍ لګښت راځي، د تیر نظام کاغذونه يې اخیستي په کار وه، چې هغه نوي شوي وای او په هغې کار شوی وای."

په خوست کې د طالبانو د ټرافیک مدیریت
په خوست کې د طالبانو د ټرافیک مدیریت

د یو شمېر موټر لرونکو یادو انديښنو برخلاف ځینې نور موټر لرونکي بیا دا کاغذونه د دې لپاره په ګټه بولي، چې نورو ولایتونو ته ورباندې تګ راتګ ممکن کیږي.

د خوست اوسیدونکی مفتي محمود وايي، دې کاغذونو سره د موټرو بیې لوړیږي او موټر لرونکی اجازه پیدا کوي، چې د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو تګ راتګ وکړي.

بل لوري ته په خوست کې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت چارواکي وايي، دوی د موټرو د محصول د ډيروالي ستونزه له اړوندو ادارو سره شریکه کړې، خو هغوی ویلي دي، چې په دې اړه پوره څېړنه شوې او دا پیسې ډېرې نه دي.

په خوست کې د طالبانو د ټرافیکو مدیر مولوي خیالي خان وویل: "موږ ریاست ته په خوست کې د یو لک پنځوس زره موټرو احصایه ورکړې ده، د لسو زرو څخه به موږ ډېر موټر ثبت کړي وي، د محصول په اړه چې د مشرانو لخوا کومه اندازه ټاکل شوې ده، په دې اړه ډېره څېړنه شوې او مشرانو راته ویلي، چې دا پیسې ډېرې نه دي، بلکې کمې دي. "

د ټرافیکو د چارواکو په وینا، د ټول افغانستان په کچه د کانتینري موټرو د محصول اندازه د موټرو ماډلو ته په کتو ټاکل شوې ده.

د دوی په خبره هغه موټر چې په ماډل کې له دوه زرم کال ټیټ وي یو سلنډر يې په ۳۴۰۰ افغانۍ، له دې پورته تر ۲۰۱۰ ز کال پورې د موټرو یو سلنډر په۵۴۰۰ افغانۍ او هغه موټر چې په ماډل کې له ۲۰۱۰ کال هم پورته وي، د یو سلنډر محصول یې ۷۴۰۰ افغانۍ حسابیږي او څو سلنډره چې وي، په هماغه اندازه پیسې ورباندې راځي.

XS
SM
MD
LG