د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حق غوښتنې تحریک د خپلو مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي


د غورځنګ غړو او پلویانو په تېرو وختونو کې هم د مولانا هدایت الرحمان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د غورځنګ غړو او پلویانو په تېرو وختونو کې هم د مولانا هدایت الرحمان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

په بلوچستان کې د حق غوښتنې غورځنګ (حق دو تحریک) غړو او پلویانو د خپلو مشرانو د خوشې کولو او ورکو کسانو موندلو لپاره احتجاجي لاریونونه کړي دي.

دوی د اپرېل پر ۲۲مه چې په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ وه، د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې ټینګار وکړ چې دتحریک مشر مولانا هدایت الرحمان او نور غړي دې خوشې کړي.

احتجاجیانو له حکومته غوښتنه وکړه چې ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي.

په بلوچستان کې له کلونو راهیسې د خلکو د ورکېدو لړۍ روانه ده. بلوڅ ملتپال د دې هر څه تور د پاکستان پر امنیتي او جاسوسي ادارو پورې کوي خو هغوی دا تورونه ردوي او وايي چې هغه کارونه د پاکستان دښمنه هېوادونو اجنډا ده.

د ګوادر د حق دو تحریک د خپل مشر مولانا هدایت الرحمان د خوشې کولو تر څنګ یوشمېر غوښتنې لري او د دې لپاره یې په تېرو وختونو کې پراخې مظاهرې کړې دي.

په وروستیو کې جماعت اسلامي په کوټه کې یو ګڼګوندیزه غونډه وکړه چې پکې یې له حکومته د رحمان د خوشې کولو غوښتنه وکړه. هغه ګوند د اپرېل پر درېیمه په غونډه کې وویل چې د حق غوښتنې غورځنګ د مشر پرضد جوړې مقدمې ناسمې دي.

پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو.

پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو. تحریک پر رحمان او نورو کسانو لګېدلي تورونه ردوي.

د جماعت اسلامي مخکښ او د "حق دو" تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په بیا بیا په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

د هغه په مشرۍ د "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.

د مولانا رحمان په مشرۍ لومړی احتجاج د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې شوی وو چې پکې ګڼو خلکو ګډون کړی وو.

د بلوچستان حکومت د حق دو تحريک له مشرانو سره یوشمېر ځلې مذاکرات کړي دي خو دواړه خواوې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

البته حکومت ویلي چې د حق غوښتنې غورځنګ "اييني غوښتنې" مني خو نيول شويو کسانو قانون مات کړی نو ځکه به ورسره د قانون له مخې چلند کوي.

حکومت داراز دريځ لري چې د غورځنګ د نورو غوښتنو د پوره کولو او د ستونزو د هواري لپاره یې کمېټۍ جوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG