د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف پېښور کې د راډیو پاکستان سوځېدلې وداني ګوري


پارېدلو مظاهرینو د مې پر ۱۰مه په پېښور کې د دولتي راډیو وداني وسوځوله.
پارېدلو مظاهرینو د مې پر ۱۰مه په پېښور کې د دولتي راډیو وداني وسوځوله.

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د دولتي راډیو سوځېدلې وداني وګوري.

د پاکستان دولتي راډیو پر خپله ووبپاڼه لیکلي وزیراعظم د پېښور سفر پر مهال د خیبر پښتونخوا له ګورنر او د صوبې له ځینو سیاسي مشرانو سره هم ګوري.

په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ د مې پر ۱۰مه پارېدلو مظاهرچیانو سوځولې وه. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. خو د هغه ګوند مشر عمران خان دا تور ردوي او وايي پلویانو یې دولتي او شخصي ودانیو ته زیان نه دی رسولی.

په پاکستان کې د مې پر نهمه د تحریک انصاف پلویانو د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې وکړې او ځینې ملکي او پوځي ځایونه یې په نښه کړل.

د مظاهرو پر مهال په تاوتریخوالي کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG