د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ملخانو زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي د بغلان په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې ملخان پیدا شوي دي - د مې نهمې انځور.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي د بغلان په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې ملخان پیدا شوي دي - د مې نهمې انځور.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اېف اې او) د افغانستان په اتو شمالي او شمال ختیزو ولایتونو کې د خورا زیاتو ملخانو پیدا کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغې ادارې د مې پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې ملخان په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندوز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې لیدل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې هغه ملخان فصلونه او شنه بوټي خوري چې د ادارې په خبره، کروندګرو، ټولنې او ټول هېواد ته لوی ګواښ دی.

راپور وايي، دا حالت ښايي په افغانستان کې د خوراکي شیانو د کمښت ستونزه لا زیاته کړي.

د خوړو او کرنې ادارې زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت او ځايي خلکو د ملخانو د مخنیوي هڅې پیل کړې دي خو هغوی هم د وسایلو له کمښت سره مخامخ دي.

تر دې مخکې په ۲۰۲۱ز کال کې هم ملخانو د افغانستان په شمال کې کروندګرو ته زیانونه اړولي ول.

په ۲۰۲۰ز کې له افریقا ورغلیو ملخانو د افغانستان په کندهار ولایت او د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې کروندګرو ته پراخ زیانونه اړولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG