د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت زمینداران له ملخانو سر ټکوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې کروندګر وايي، له تېرو څو میاشتو نه ملخانو د هغوی پر فصلونو حملې پیل کړي دي.

هلته اوس مهال خلک د غنمو، چڼې، خربوزو او هندواڼو حاصل ته سترګې په لاره دي خو وايي، د قحطۍ ملخانو ډېر زیات ورانی راخېستی او فصلونه او مېوې یې ورنه خوړلې دي.

اعظم خان د لکي مروت د خان خېل منډازۍ سیمې یو کروندګر دی.

هغه مشال راډیو ته وویل، هغوی پخوا د ملخانو کیسې اورېدلې وې خو څو ورځې وړاندې یې په خپلو سترګو ولیدل چې په زیات شمېر کې ملخان د هغوی پر فصلونو الوت کوي.

"داسې ملخان راغلي وو، په سلګونو او زرګونو تعداد کې نه وو، په لکونو او کروړونو کې وو.حقیقت خبره درته کوم چې ټول خلک یې وډار کړل او هغوی توبې ویستلې چې دا څنګه مصیبت په دې خوا راغلو؟"

اعظم خان وايي، د هغوی د غنمو، چڼو، هندوانو او خټکو حاصل د ملخانو د یرغل ښکار وګرځېد او د هغوی د سترګو په وړاندې دا پېښه روانه وه او هغوی ورته په بې وسۍ کتل:

"دا خو واضحه خبره ده، هر سړی پرې پوهېږي چې په دومره زیات شمېر کې ملخان په کومه سیمه کې په فصلونو حمله وکړي نو تاوان خو به کوي، دلته یې هم خلکو ته تاوانونه ورسول."

شاکر بیټنی د لکي مروت یو ځايي خبریال دی. هغه مشال راډیو ته وویل، د سیمې زمیداران ملخانو ډېر زیات پرېشانه کړي دي او بلکل د ملخانو په وړاندې بې وسه معلومېږي ځکه چې د هغوی د سترګو پر وړاندې د هغوی تیار فصلونه او مېوې د ملخانو خوراک ګرځېږي.

"ملخان چې به کوم فصل کښېني نو خامخا تاوان ور رسوي. دلته یې د غنمو او چڼو نه علاوه، هندواڼو، خربوزو،توریو او ټینډو ته تاوان رسولی دی."

شاکر بیټنی وايي، هغوی ویني چې هره ورځ، مازیګر مهال د ملخانو سېلونه د فصلونو د پاسه ښوري او تعداد یې دومره زیات وي چې مشران یې ورته وايي، داسې ملخان یې په تېرو څو لسیزو کې نه وو لیدلي. د نوموړي په وینا په ورڅېرمه سیمو ټانک، بنو او جاني خېلو کې هم خلک د همدې پرېشانۍ سره مخ دي.

کروندګر اعظم خان وايي، حکومت دې د هغو کسانو سره مرسته وکړي چې فصلونه یې د قحطۍ ملخانو خراب کړي دي.

"خکومت نه مو دا غوښتنه ده چې زموږ علاقې ته دې ټیمونه راواستوي او د خلکو نومونه دې ولیکي چې د چا فصل ته څومره تاوان رسېدلی؟ بیا دې په هماغه اندازه مرستې ورسره وکړي. ځکه چې اول بې وختو بارانونو او بیا ملخانو د خلکو فصلونه تباه کړي دي."

ملخان له افریقايي او عربي هیوادونو پاکستان ته سفر کوي
ملخان له افریقايي او عربي هیوادونو پاکستان ته سفر کوي

بل پلو د لکي مروت ډېپټي کمېشنر عبدالحسیب هغو سیمو ته د سپری یا دواپاشۍ ټیمونه استولي چې پکې فصلونه د ملخانو له وجې د خطر سره مخ دي.

د لکي مروت د کرهڼې ډایریکټر عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل، په اوسني کرونايي حالت کې هم د هغوی ټیمونه هر کلي ته ځانونه رسوي. د نوموړي په وینا له دواشیندلو زیات هغوی د زمیدارو سره نوره څه مرسته نه شي کولی.

"تاسو ته معلومه ده چې دا مهال حکومت د څومره مشکلاتو سره مخ دی نو که دومره هم وکړي چې له ملخانو د خلکو فصلونه هم کنټرول کړي نو دا به لویه خبره وي. زما ګومان نه شي چې حکومت به نورې مرستې له زمیدارو سره وکړی شي. "

تر لکي مروت ضلعې وړاندې، ملخانو د خیبر پښتونخوا او د پاکستان د نورو صوبو یو شمېر نورې سیمې هم ځپلې دي. ملخان له افریقايي او عربي هیوادونو څخه هند، ایران او پاکستان ته رسېدلي او کارپوهان وايي، ملخان په یوه ورځ کې ۲۰۰ کیلومیټره سفر کولی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG