د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت د انټرنېټ بحالولو غږ کړی


په موبايل فون کې د بېلابېلو ټولنيزو رسنيوو اېپس
په موبايل فون کې د بېلابېلو ټولنيزو رسنيوو اېپس

د بخښنې نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې انټرنېټي خدماتو او ورسره فېسبوک، ټويټر او يوټيوب ته دې د خلکو لاسرسی باوري کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) د جنوبي اسيا څانګې د مې پر نهمه، ناوخته پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې پر انټرنېټ او ټولنيزو شبکو بنديز معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودوي. په بیان کې راغلي چې د تحريک انصاف د پلويانو د مظاهرو په وخت د پاکستان حکومت لخوا انټرنيټ ته لاسرسی محدودول د بیان ازادۍ حق اخیستل دي.

د مې پر نهمه، د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران د نيولو په غبرګون کې له تشدده د ډکو احتجاجونو وروسته د هغه هېواد د مخابراتو ادارې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ملک په بېلابېلو برخو کې انټرنېټ بند کړی دی. دې ادارې د مې پر لسمه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ګډوډيو مخنيوي لپاره به انټرنېټ تر نامعلوم وخته پورې بند پاتې وي.

د مشال راډيو د خبريالانو ترمخه، ټويټر، فېسبوک، وټس اپ، يوټيوب او انسټاګرام بند دي. د بشري حقونو لپاره کار کوونکو پر حکومت غږ کړی چې د بیان ازادۍ مخنیوی دې نه کوي او انټرنېټ دې خلاص کړي. د انټرنېټي ازادۍ لپاره کار کوونکې غیرسرکاري ادراې، ډيجيټل رايټس مشرې نګهت داد پر ټويټر ليکلي چې د حکومت لخوا ټولنيزو رسنيوو ته لاسرسی محدودول په روانو حالاتو کې خلک له ارزښتناکو معلوماتو محروموي. هغې زیاته کړې چې د انټرنېټ بندول د توجيح وړ نه دي.

د عمران خان تر نيول کېدو وروسته د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه د هغه پلويانو د مظاهرو ويډيوګانې پر انټرنېټ خپرې کړې وي. په دې ويډيوګانو کې ښکاري چې قهرجن مظاهره چيان د پوځي افسرانو پر کورونو ورځي، پولیسو ګاډي سوځوي، د پوځيانو مجسمې ورانوي، سړکونه بندوي او پر امنيتي سرتيرو کاڼي وروي.

د مې پر نهمه، رينجرز ځواکونو عمران خان د پاکستان احتساب قامي ادارې پر امر د درغلۍ په يوه مقدمه کې ونيو چې بيا وروسته اسلام اباد های کورټ د هغه ګرفتاري قانوني عمل وګرځاوه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تېر ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې عمران خان په القادر ټرسټ کې د ۶۰ اربه روپيوو د درغليوو په قضيه کې نيول شوی دی. خو تحريک انصاف دا تور ردوي او سياسي سازش یې بولي. د دې ګوند مرستيال مشر، شاه محمود قریشي د عمران خان تر خوشې کېدو پورې د احتجاجونه د جاري ساتلو اعلان کړی دی.

پاکستان تر دې مخکې هم په بېلابېلو وختونو کې ټولنيزو رسنيوو ته لاسرسی محدود کړی دی. يوټيوب، ټيکټاک، فیسبوک او ټويټر پخوا هم بند کړل شوي دي. د بېلابېلو حکومتونو چارواکو د دغه بنديزونو لپاره بېلابېل وجوهات ورکړي دي. په دوی کې د ناامنۍ مخنیوی، د ګډوډيو ودرول او د معلوماتو چاڼول شامل دي.

XS
SM
MD
LG