د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او نیو زیلینډ نن درېیمه ۵۰ اووره سیالي لري


نیو زیلینډی لوبغاړی د اپرېل پر ۲۷مه له پاکستان سره د سیالۍ پر وخت توپ وهي.
نیو زیلینډی لوبغاړی د اپرېل پر ۲۷مه له پاکستان سره د سیالۍ پر وخت توپ وهي.

د پاکستان او نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د مې پر درېیمه د کراچۍ په لوبغالي کې د دواړو لوریو سیالي د پېښور پر وخت ماسپښین درې نیمې او د کابل پر درو بجو پیلېږي. دا سیالي نیو زیلینډ ته ځکه مهمه ده چې تر دې مخکې د لوبلړۍ دوه سیالۍ پاکستان ګټلې دي.

د اپرېل پر ۲۹مه پاکستانۍ لوبډلې نیو زیلینډ ته په اووه وېکټو ماتې ورکړې وه. تر دې مخکې د اپرېل ۲۷مې سیالي هم پاکستان ګټلې وه.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې د مې پر پینځمه او اوومه وروستۍ دوه سیالۍ وکړي.

د نيو زيلینډ د کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان ته ورسېده او لومړی يې هلته له کوربه هېواد سره پينځه ۲۰ اووره سیالۍ وکړې چې دوه پاکستان او دوه نيو زيلېنډ وګټلې او يوه لوبه د باران له وجې بې نتيجې پاتې شوه چې په دې ډول لوبلړۍ مساوي پاتې شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG