د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي يو ځل بیا د مولانا هدايت الرحمان د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې


د مې پر لومړۍ نېټه په کوټه ښار کې شوې دې مظاهرې کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند لسګونه غړيو برخه واخيسته.
د مې پر لومړۍ نېټه په کوټه ښار کې شوې دې مظاهرې کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند لسګونه غړيو برخه واخيسته.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په کوټه کې له حکومته د خپل يو مخکښ او "حق دو" يا "حق راکړئ" تحريک مشر مولانا هدایت الرحمان بلوڅ د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دوی د مې پر لومړۍ نېټه په لاريون کې پر حکومت غږ وکړ چې د هدایت الرحمان تر څنګ دې نور نيول شوي کسان هم خوشې شي.

د یاد ګوند د زده کونکوو سازمان یوه غړي عطا الرحمان اخوندزاده مشال راډیو ته وویل چې په ګوادر کې پيل شوي د حق غوښتنې تحريک "حق دو" غړي په سوله ییز ډول مظاهرې کولې نو حکومت بايد نه وای نیولی.

پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پر نوموړي د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې مقدمه درج شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.

هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی او وايي چې پولیسو خپل ملګری په خپلو ډزو کې وژلی دی.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو دوو کلونو راهیسې وار په وار په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی. د هغه په مشرۍ "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.

د بلوچستان حکومت له دغو مظاهرچيانو سره څو ځلې مذاکرات کړي ول خو څه نتيجې ته نه وو رسېدلی. د بلوچستان د اعلا وزير ویاندې فرح عظیم شاه د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې تر هر پرلت وروسته د "حق دو" تحريک غوښتنې زیاتېدلې چې حکومت ورسره ځيني منلې هم دي.

هغې وويل:‌ "وزيراعلی ورغلی وو. پرلتوالو سره یې خبرې کړي او ځينې غوښتنې یې ومنلې. کب نیوونکو ته د مزدورانو درجه ورکړل شوه. د مولانا [هدایت الرحمان] صېب کېس په عدالت کې دی. حکومت خو جج ته څه نه شي ویلی. پر هغه چې ایف ای ار درج دی چې هغه د احتجاج پر مهال پولیس سرتېری وژل شوی وو. اوس دا کیس په عدالت کې روان دی."

XS
SM
MD
LG