د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوادر حق غوښتنې غورځنګ وايي پولیسو یې ۶ مشران نیولي دي


د حق دو په نوم غورځنګ په تېرو کلونو کې په ګوادر کې د خپلو غوښتنو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر میاشتې انځور.
د حق دو په نوم غورځنګ په تېرو کلونو کې په ګوادر کې د خپلو غوښتنو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر میاشتې انځور.

د بلوچستان په ګوادر کې د حق غوښتنې غورځنګ (حق دو تحریک) او جماعت اسلامي دعوه کړې ده چې پولیسو یې یوشمېر مشران او له حکومت سره د مذاکراتي ډلې غړي نیولي دي.

غورځنګ د مارچ پر ۲۵مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې عدالت یې د درو کونسلرانو په ګډون د شپږو هغو مشرانو ضمانتونه لغوه کړل چې له حکومت سره د جوړجاړي په اړه په خبرو بوخت ول.

په بیان کې راغلي، هغه کسان عدالت ته د ضمانتونو غځولو لپاره تللي ول خو چې عدالت یې درخواست و نه مانه نو پولیسو ونیول.

د بلوچستان پولیسو هم لا د تازه ګرفتاریو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د حق غوښتنې تحریک په بیان کې زیاته کړې چې په نیول شویو کې د بلدیاتي ادارو کونسلران حاجي جاوېد، نوید محمد، نصیر شهزاده، او درې نور غړي الله بخش، عابد جي اېم او مولانا لیاقت بلوڅ شامل دي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق پر ټوېټر په بیان کې ګرفتارۍ غندلې دي او د هغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د ګوادر د حق دو تحریک د خپل مشر مولانا هدایت الرحمان د خوشې کولو تر څنګ یوشمېر غوښتنې لري او د دې لپاره یې په تېرو وختونو کېپراخې مظاهرې کړې دي.

پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو.

پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.

د جماعت اسلامي مخکښ او د "حق دو" تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په بیا بیا په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

د هغه په مشرۍ د "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.

د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ لومړی احتجاج د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې شوی وو چې پکې ګڼو خلکو ګډون کړی وو.

د بلوچستان حکومت د حق دو تحريک له مشرانو سره یوشمېر ځلې مذاکرات کړي دي خو دواړه خواوې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

البته حکومت ویلي چې د حق غوښتنې غورځنګ "اييني غوښتنې" مني خو نيول شويو کسانو قانون مات کړی نو ځکه به ورسره د قانون له مخې چلند کوي.

XS
SM
MD
LG