د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټرانو د مولانا هدایت الرحمان خوشې کولو غوښتنه کړې ده


مولانا هدایت الرحمان د جنورۍ پر ۱۳مه ګرفتار شو - انځور له ارشیفه
مولانا هدایت الرحمان د جنورۍ پر ۱۳مه ګرفتار شو - انځور له ارشیفه

د پاکستان په سېنېټ کې د جماعت اسلامي او بلوچستان سېنېټرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ګوادر د "حق غوښتنې یا حق دو" غورځنګ مشر مولانا هدایت الرحمان دې خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی له درو اوونیو راهیسې بندي دی. هدایت الرحمان پولیسو د جنورۍ پر ۱۳مه د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره نیولی وو.

پولیسو نوموړی د هغه پولیس د وژنې په قضیه کې نیولی وو چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ په احتجاج کې وژل شوی وو. رحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د ککړتیا تور ردوي.

مولانا هدایت الرحمان د جماعت اسلامي یو ځايي‌ مشر دی خو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې وخت پر وخت په ګوادر کې یې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی.

هغه غورځنګ په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پر ضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ اسانتیاوو غوښتنې کوي.

د مولانا رحمان په مشرۍ لومړی احتجاج د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې شوی وو چې پکې په لسګونه زره خلکو ګډون کړی وو.

د پاکستان په سېنېټ کې د جماعت اسلامي استازي مشتاق احمد خان د فبرورۍ پر شپږمه په خبرو کې وویل، مولانا هدايت الرحمان د ولس لپاره حق غوښت خو پر هغه ۱۸ مقدمې جوړې شوې دي.

حق دو تحريک د ۲۰۲۱ز کال په پای کې احتجاجي پرلت د حکومت تر ډاډ وروسته ختم کړی وو خو په ۲۰۲۲ز کال کې یې بیا پیل کړ.

د صوبايي حکومت په امر پولیسو د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۶مه په ګوادر کې مظاهرچیانو تیت و پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس هم کارولی وو.

مولانا هدایت الرحمان او د هغه ملګري له هغه راهیسې پټ شوي ول خو د جنورۍ پر نهمه نېټه یې پر ټوېټر پاڼه لیکلي ول چې "د ګرفتارۍ ورکولو لپاره ډېر زر ګوادر ته" ځي.

تر هغې وروسته نوموړی ګرفتار شو چې پر ضد یې د بلوچستان د وکیلانو ټولنې په ګډون پراخې مظاهرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG